ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې يوه پوليس د خپلې پوستې پنځه همکار پوليس او يو ملکي وګړى وژلي

author avatar
9 Sep 2017 - 14:40
author avatar
9 Sep 2017 - 14:40

پل علم (پژواک، ١٨ وږى ٩٦): د لوګر د محمداغې ولسوالۍ يوه سيمه ييز پوليس د خپلې پوستې پنځه همکار پوليس او يو ملکي وګړى وژلي او د پوستې وسله يې له ځان سره وړې ده .

د لوګر د والي وياند محمد سليم صالح پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو د پړاو سيمې پوسته کې چې د محمد اغې ولسوالۍ اړونده ده، رامنځته شوې .

 ده وويل چې ياد سيمه ييز پوليس د خپلې پوستې پنځه همکار پوليس او يو عام وګړى چې د دغو پوليسو ملګرى و، وژلي دي .    

هغه زياته کړه چې دغه سيمه ييز پوليس له وسله والو طالبانو سره اړيکه درلوده او په پوسته کې موجود مهمات او وسله يې له ځان سره وړي او تښتېدلى دى .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.