ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د برما حکومت پر ضد لاريون  وشو

په کونړ کې د برما حکومت پر ضد لاريون وشو

author avatar
9 Sep 2017 - 18:06
په کونړ کې د برما حکومت پر ضد لاريون  وشو
author avatar
9 Sep 2017 - 18:06

اسعداباد(پژواک، ۱۸ وږى ۹۶): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د برما حکومت پر ضد لاريون وشو چې په کې سلګونو ځوانانو، ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړى و.

دغه لاريون د کرهالې مارکېټ څخه پيل او د اسعداباد د شهدانو تر څلور لارې پورې يې دوام وکړ، لاريون  کوونکو د برما حکومت پر ضد شعارونه ورکول او د ملګروملتونو او بشري حقونو له نړوال کمېسيون څخه يې غوښتنه کوله چې د برما د مسلمانانو د وژنې په اړه چپه خوله پاتې نه شي.

يو تن لاريون کوونکي يارملا خان وويل، د برما حکومت دغه ناوړه کړنه غندي او له نړوالې ټولنې او بشري  حقونو کمېسيون څخه غوښتنه کوي چې  په دې اړه چپه خوله پاتې نه شي.

يارملاخان په افغانستان کې له وسله والو طالبانو او داعش ډلو غوښتنه وکړه چې که په رښتيا جهاد کوي، نو دلته دې په افغانستان کې مسلمانان نه وژني، برما ته دې لاړشي او هلته دې  د برما حکومت پر وړاندې چې بې موجبه مسلمانان وژني، جهاد وکړي.

بل لاريون کوونکي رفيع الله حيدري هم د برما پر مسلمانانو د روان ظلم په اړه له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه  چې د دې مسلمانانو د ژغورنې په موخه دې خپل غږ پورته کړي.

هغه وويل:" موږ نه پوهېږو چې د ملګرو ملتونو د برما هېواد مشرې ان سان سوچي ته د ملګرو ملتونو د سولې نړيواله جايزه ورکړې، ايا جايزه يې په دې موخه ورکړې چې مسلمانان و وژني؟ په کار خو دا وه چې هغې په برما او نړۍ کې د سولې لپاره کار کړای وای."

په دې لاريون کې د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد هم ګډون کړى  و او د برما د حکومت دغه ناوړه کړنه چې مسلمانان وژني، وغندله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.