پارون (پژواک، ١٨ وږى ٩٦): سيمه ييز دولتي چارواکي وايي، د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې ٥٥ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، خو طالبان وايي چې په دغه بريد کې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نورستان امنيه قوماندان محى الدين سروري پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا ٣٠٠ وسله وال طالبان له تېرو څو ورځو راهيسې د برګمټال ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا سيمو کې راټول شوي وو او وخت ناوخته به يې بريدونه هم کول.
خو هغه وويل چې تېره ورځ دولتي هوايي ځواک پر دغو مخالفينو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د هغوى د دوو سرګروپانو (محمداسماعيل او فضل کريم) په ګډون ٥٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ده په وينا، په دغو هوايي بريدونو کې د وسله والو مخالفينو يوه دهشکه، يو ۸۲ ملي متري توپ، يو ميل پيکا او دوه ار پي جي ٧ راکټونه ويجاړ شوي دي.
هغه وايي چې په ياده سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره بهرني وسله وال هم ملګري وو، خو د هغوى د مرګ ژوبلې په اړه يې راپور نه دى تر لاسه کړى او مخالفين له سيمې په شا شوي دي.
سروري وايي چې په ياد هوايي بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د وسله والو طالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ياده سيمه کې هوايي بريد شوى خو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټول بمونه پر ځنګلونو او خالي ځايونو پريوتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن