ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې نا مسوولو وسله والو د حکومت واکمني کمزورې کړې

تخار کې نا مسوولو وسله والو د حکومت واکمني کمزورې کړې

author avatar
10 Sep 2017 - 12:11
تخار کې نا مسوولو وسله والو د حکومت واکمني کمزورې کړې
author avatar
10 Sep 2017 - 12:11

تخار (پژواک، ١٩ وږی ۹۶): د تخار ولایت اوسېدونکي وايي چې د مرکز تالقانو په ګډون د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې نا مسوولو وسله والو ځايي اوسېدونکو ته ستونزې را ولاړې کړې او حکومتي حاکمیت یې کمزوری کړی دی.

د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکي نصیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېر یوه کال راهیسې په دې ولسوالۍ کې په لسګونو وسله والې ډلې پیدا شوې چې خلک ځوروي، وژنې کوي او سیمه نا امنه کوي.

د ده په خبره، دغه وسله والې ډلې په خپلو دغه راز کړنو حکومتي واکمني ننګوي او د خلکو تر منځ ثبات له منځه وړي.

نوموړی وايي: ((د نا مسووله وسله والو په ډېرېدو سره حکومتي واکمني کمزورې شوې، ان په ځینو سیمو کې وسله والو ډلو خپلسري حکومتونه جوړ کړي، وژنې کوي، غلاوې کوي، په خپلو کې جګړې کوي، د قتل پرېکړې کوي او که څوک یې پرېکړې ونه مني وژني یې.))

دی وايي چې د نامسووله وسله والو ډلو په ډېرېدو او د دوی تر منځ په جګړو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

خو هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.

په تالقانو کې د مدني ټولنې مشر منیراحمد هدف وايي، د تخار سیمه ییز حکومت د نا مسوولو سله والو د ځپلو هېڅ اراده نه لري.

هدف زیاتوي، نا مسووله وسله وال د نظام، حکومتولۍ، پرمختګ او د قانون د واکمنۍ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی، که بې وسلې نه شي نو له کنټروله وځي.

ده وویل: ((موږ ډېر ځله پر حکومت غږ کړی چې له طالبانو هم دغه نا مسوول وسله وال خطرناک دي، ډېری ځايي زورواکي خپل وسله وال کسان لري او غواړي د هغوی په زور په واک کې پاتې شي او د حکومت پر وړاندې یې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي، مرکزي حکومت باید په دې اړه جدي تصمیم ونیسي.))

د نوموړي په خبره، تر ټولو جدي ننګونه دا ده چې نا مسوولو وسله والو په خپلو ناقانونه کړنو د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالب کېدو بهیر ګړندی کړی دی.

دغه راز د دغه ولایت لپاره نوی ګومارل شوی والي فضل الله مجددي دا ستونزه مني او وايي، د دغه ولایت له مشرانو سره پر داسې یوې طرحې کار کوي څو نامسوولو وسله والو مخنیوی وکړي.

مجددي پژواک ته وویل، د دغه ولایت تر ټولو عمده ستونزه د نا مسوولو وسله والو ډېرېدونکی شمېر دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.