محمودراقي (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): چارواکي وايي، په کاپيسا کې د موټرسایکل بم چاودنه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان محمد رزاق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پر امنيتي ځواکونو د بريد په موخه په يو موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.
هغه وايي، طالبانو تېره شپه غوښتل دغه موټرسايکل د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ له بُدراب سيمې بل ځاى ولېږدوي، خو تر لېږد مخکې په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوو توکو چاودنه کړې ده.
د ده په وينا، په دې چاودنه کې د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان (اجمل او خان الله) او د هغوى يو تن د ماينونو ماهر وژل شوي او څلور نور طالبان ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن