ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ١٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه کې ١٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Sep 2017 - 12:15
فراه کې ١٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Sep 2017 - 12:15

فراه (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): سيمه ييز چارواکي وايي چې په فراه ولايت کې په دوو جلا امنيتي پېښو کې د دولت پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي، اووه پوليس او اووه وسله والو مخالفين ټپيان دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د فراه – فراهرود پر لويه لاره د بالابلوک ولسوالۍ  د حاجي محمدنعيم څلورلارې سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو پر امنيتي پوستو بريد کړى چې پنځه وسله وال په کې وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې د دوو وژل شوو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د هغه په خبره، په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په نښته کې د خپلې خوا مرګ ژوبله ردوي او وايي چې په دې بريد کې درې پوليس وژل شوي او د دولتي ځواکونو څلورو ټانکونو ته زيان رسېدلى دى.

يوه عيني شاهد او ځايي اوسېدونکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د پشترود ولسوالۍ د شهر کهنه کلي په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو يو ټانک د سړک غاړي پر ماين ور برابر شوى چې له امله يې پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

طالبانو د چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

خو د فراه امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل ګلبهار مجاهد وويل چې په پشترود ولسوالۍ کې کومه چاودنه نه ده شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.