فراه (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): سيمه ييز چارواکي وايي چې په فراه ولايت کې په دوو جلا امنيتي پېښو کې د دولت پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي، اووه پوليس او اووه وسله والو مخالفين ټپيان دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د فراه – فراهرود پر لويه لاره د بالابلوک ولسوالۍ د حاجي محمدنعيم څلورلارې سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو پر امنيتي پوستو بريد کړى چې پنځه وسله وال په کې وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې د دوو وژل شوو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د هغه په خبره، په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په نښته کې د خپلې خوا مرګ ژوبله ردوي او وايي چې په دې بريد کې درې پوليس وژل شوي او د دولتي ځواکونو څلورو ټانکونو ته زيان رسېدلى دى.
يوه عيني شاهد او ځايي اوسېدونکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د پشترود ولسوالۍ د شهر کهنه کلي په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو يو ټانک د سړک غاړي پر ماين ور برابر شوى چې له امله يې پنځه پوليس ټپيان شوي دي.
طالبانو د چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
خو د فراه امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل ګلبهار مجاهد وويل چې په پشترود ولسوالۍ کې کومه چاودنه نه ده شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن