ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: غزني کې هوايي بريد وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي: غزني کې هوايي بريد وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
11 Sep 2017 - 14:58
چارواکي: غزني کې هوايي بريد وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
11 Sep 2017 - 14:58

غزني ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): په غزني کې د جنايي پېښو په تور پنځه کسان نيول شوي او په يوه بله پېښه کې څلور وسله وال طالبان په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د وږي په ٢٠مه په غزني ښار کې خبريالانو ته وويل چې پوليسو په ګيلان ولسوالۍ کې درې تنه له زهري موادو سره نيولي دي.

هغه وايي: ((دغو کسانو غوښتل چې دغه زهري توکي پوليسو ته ورکړي او بيا پوسته طالبانو ته تسليم کړي خو زموږ د منسوبينو له لوري ونيول شول.))

دغه راز هغه وويل چې پوليسو د ده يک ولسوالۍ په رامک سيمه کې دوه تنه له چسپکي ماينونو سره نيولي دي.

هغه وايي چې دغو کسانو غوښتل دغه ماينونه د امنيتي ځواکونو په موټرو پسې  ونښلوي چې د پوليسو له لوري سره له ماينونو سره ونيول شول.

ياد کسان خبريالانو ته هم وښودل شول.

قوماندان وويل چې نيول شوي کسان به د څېړنو په موخه څارنوالۍ ته وسپارل شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل پژواک ته وويل چې تېره ورځ افغان هوايي ځواکونو د ده يک ولسوالۍ په پايلوچ سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.