ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الکوزى: د هند په هوايي ډګرونو کې له افغان سوداګرو زياته ماليه اخيستل کېږي

الکوزى: د هند په هوايي ډګرونو کې له افغان سوداګرو زياته ماليه اخيستل کېږي

author avatar
12 Sep 2017 - 16:06
الکوزى: د هند په هوايي ډګرونو کې له افغان سوداګرو زياته ماليه اخيستل کېږي
author avatar
12 Sep 2017 - 16:06

کندهار (پژواک، ۲۱ وږی ۹۶): د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۶۰ ټنه لنده او وچه مېوه هند ته صادر شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د وږي په ٢١مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو راهیسې له کابل او کندهار څخه هند ته ۶ الوتنې شوې چې پنځه یې له کابل او یوه یې له کندهار څخه وه.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله له همدې لارې ۳۶۰ ټنه لنده مېوه (زردالو، خټکي او انګور) او ۱۰۰ ټنه وچه مېوه او طبي بوټي هند ته لېږدول شوي دي.

دی وايي اوسمهال، یوازې له کابل او کندهار څخه د الوتنو امکانات برابر شوي، خو وروسته به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د الکوزي په خبره، له کابل هوايي ډګر څخه په شوو الوتنو کې د مرکزي زون د یو شمېر ولایتونو پروان، کاپیسا، لوګر، وردګ او ان غزني ولایت څخه مېوې او بېلابېل طبي بوټي صادر شوي دي.

هغه یادونه وکړه، له کندهار څخه ځکه یوازې یوه الوتنه شوې چې یو شمېر تخنیکي ستونزو په پیل کې دغه لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړه.

ده وویل: ((د هوايي دهلېز له لارې هند ته د مېوو د لېږد تړون د اریانا افغان هوايي شرکت په وسیله له یوه بهرني هوايي شرکت سره شوی و، خو هغوی پر خپله ژمنه ونه درېدل او پر وخت یې کارګو الوتکه چمتو نه کړای شوه، بالاخره دغه قرارداد فسخه او پر ځای یې له کام ایر سره قرارداد وشو، چې اوس دا ستونزه هواره شوې ده.

الکوزى زیاتوي، نوې چمتو شوې کارګو الوتکه په اوونۍ کې دوه ځله هند ته الوتنې کوي او هر ځل د ۱۰۰ ټنه توکو د لېږد وړتیا لري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې له کندهاره د الوتنو د ځند بل لامل دا و چې هلته سوداګرو په خپل لګښت یخچال لرونکي کانټینر چمتو کړل چې په وسیله یې پاکستان او د دغه هېواد د واګه بندر له لارې هند ته مېوې لېږدوي.

نوموړي وویل، هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان او هندوستان ته له ۲ تر ۲،۵ زره ټنه مېوه صادرېږي.

خو الکوزي خبر ورکړ چې په کندهار کې د انارو د حاصلاتو له ټولولو سره به یو ځل بیا هند ته د کارګو الوتکو الوتنې پیل شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې د صادراتو په برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل دا سمه ده چې د هوايي دهلېز له لارې یو کیلوګرامه مېوه په ۲۰ سینټه کرایه لېږدول کېږي خو د هند په هوايي ډګرونو کې له سوداګرو په پراخه اندازه مالیات اخیستل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.