ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې یوه محصل یو پوځي نمونوي ټانګ جوړ کړی

خوست کې یوه محصل یو پوځي نمونوي ټانګ جوړ کړی

author avatar
12 Sep 2017 - 11:21
خوست کې یوه محصل یو پوځي نمونوي ټانګ جوړ کړی
author avatar
12 Sep 2017 - 11:21

خوست ښار (پژواک، ۲۱ وږی ۹۶): په خوست کې يوه محصل چې د ملي اردو يو نمونوي ټانک يې جوړ کړی، له دولته غوښتنه کوي چې د تخنيکي زده کړو وسايل او نور امکانات ورته برابر کړي.

دغه ځوان چې رشيدالله نومېږي، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو کلي اوسېدونکی او اوس مهال په شيخ زايد پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د درېيم کال محصل دی.

ده له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په خپل نوښت يې د ملي اردو يا د ملي پوليسو يو کوچنی ټانک جوړ کړی، خو که امکانات ورته برابر شي، د تخنيک په برخه کې نور نوښتونه هم کولای شي.

هغه زياته کړه: ((دا ټانک يو متر اوږدوالی او نږدې نيم متر سور لري چې له پلاستيکي ټوټو، اهن چادر، ډاينموګانو، د کوچني بايسکل ټايرونو او ځينو نورو شيانو څخه مې په کې کار اخيستی دی.))

رشيدالله وويل چې که څه هم تخنيک يې مسلک نه دی، خو له دې برخې سره يې د خپلې ځانګړې مینې له مخې دغه ټانک او ورسره د ملي اردو د عسکرو يو ټوپک جوړ کړی دی.

نوموړى وايي: ((په دې موټر کې درې ډاينموګانې نصب شوې، دوې مخکې او يوه شا ته. د برق په وسيله هم مخکې حرکت کوي او هم شا ته. د پاسه پرې دهشکه هم نصب ده چې ټانک ته يې ښکلا ورکړې ده.))

دغه ځوان همدارنګه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نظامي برخې له تخنيک سره يې علاقه له پخوا وه، خو د خپلې کورنۍ د اقتصادي مشکلاتو له کبله ډېرو شيانو ته لاسرسی نه شي کولای.

ده وويل چې تر دې د مخه يې پر يوې کوچنۍ چورلکې هم کار کړی و، خو دا چې  پرزې او وسايل يې پيسو ته اړتيا لري، کار يې په نيمه کې پاتې شوی دی.

رشيدالله وويل: ((د دې ټانګ جوړولو يوه مياشت وخت ونيو. پيسې به مې چې پيدا کولې، ښار ته به تلم او د ټانک لپاره به مې ځينې پرزې رانيولې.))

رشيدالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه راز وويل چې که دولت ورته وسايل او زمينه برابره کړي، د نظامي برخې په تخنيک کې به ښه نوښتونه رامنځته کړي.

هغه وويل: ((له دولت نه زما غوښتنه دا ده چې ما ته د تخنيک په برخه کې د نوښتونو لپاره ځيني وسايل او امکانات برابر کړي. په دې سره به هم زما استعداد وروزل شي او هم به کار وکړم.))

نوموړي دغه راز وويل چې تر اوسه يې د خپلې يادې لاسته راوړنې په اړه له دولت سره معلومات نه دي شريک کړي، خو هيله لري چې په ياده برخه کې ورته اسانتياوې برابرې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.