ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکي: د اسلام ضد پاڼو خپرېدل او د برما مسلمانانو وژل غندو

لاریون کوونکي: د اسلام ضد پاڼو خپرېدل او د برما مسلمانانو وژل غندو

author avatar
12 Sep 2017 - 14:11
لاریون کوونکي: د اسلام ضد پاڼو خپرېدل او د برما مسلمانانو وژل غندو
author avatar
12 Sep 2017 - 14:11

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): په قره باغ ولسوالۍ کې شاوخوا دوه زره لاريون کوونکو په برما کې د مسلمانانو وژنه او د کابل شمال کې د امريکايي ځواکونو له لوري د تبليغاتي پاڼو خپرول وغندل او ويې ويل چې د اسلام مبارک دين لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

امريکايي ځواکونو ٩ ورځې مخکې په پروان او کاپيسا کې د هوا له لارې داسې تبليغاتي پاڼې شيندلې چې په کې يو زمرى په سپين سپي پسې چې کلمه طيبه پرې لیکل شوې، منډې وهي.

د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو چې شمېر يې شاوخوا دوه زره کسانو  ته رسېده، نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د ولسوالۍ په مرکز کې لاريون وکړ او د بهرنيو ځواکونو دغه عمل يې پر سختو ټکو وغانده.

لاريون کوونکو له ځان سره د (مرګ پر امريکا) شعارونه لېږدول او د کابل- قره باغ لويه لار يې نن سهار له اتو بجو نه تر شاوخوا دوولسو بجو پورې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

لاريون کوونکو شنه، سپين او ملي بيرغونه له ځان سره لېږدول.

د قره باغ يوه مخور ملک عبدالعزيز چې د لاريون کوونکو په استازولۍ يې خبرې کولې، وويل چې د يادو شوو پاڼو خپرېدل، د اسلام مقدس دين ته سپکاوى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ د چا دين ته سپکاوى نه کوو؛ ځکه چې بهرنيانو زموږ دين او ايين ته سپکاوى کوي... موږ له خپله سره تېر يو، خو له خپل دين څخه نه تېرېږو.))

د لاريون بل ګډونوال جمشيد وويل چې امريکايانو له دې امله د اسلام مبين دين ته سپکاوى کړى چې د مسلمانانو غبرګون و ازمايي.

جمشيد زياته کړه: ((موږ د اسلام مبين دين  لپاره له خپل سر او مال نه تېر يو.))

لاريون کوونکو نن غرمه مهال خپل لاريون پاى ته ورساوه او غوښتنه يې وکړه، څو هغه کسان مجازات شي چې دغه پاڼې يې چاپ او خپرې کړې دي.

د يادونې ده، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يوه چارواکي د دغه پاڼو د خپرېدو په تړاو بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې د دې کړنې عاملين نا اګاهانه ډول د اسلام مبارک دين ته سپکاوى کړى او موضوع به وڅېړي.

په برما کې د مسلمانانو وژنه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.