د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"کندوز کې د مديرانو او ښوونکو بستونه پلورل کېږي"

"کندوز کې د مديرانو او ښوونکو بستونه پلورل کېږي"

Sep 12, 2017 - 16:17

کندوز (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د کندوز يو شمېر ځوانانو، د دغه ولايت د وګړو د احوالو د ثبت ادارې او پوهنې رياست چارواکي پر پراخه فساد تورن کړ او دوى ادعا کوي، چې په دغه ولايت کې د ښوونکو او مديريت بستونه پلورل کېږي.

دغه اندېښنه د "ځوانانو غبرګون" بنسټ له لوري په کندوز ښار کې د يوې خبرې ناستې پر مهال په ډاګه شوه.

د دغه بنسټ مسوولين وايي چې د دغه ولايت په پوهنې رياست کې د ښوونځيو د مديريت او ښوونکو بستونو له غوښتونکو په ښکاره ډول بډې اخيستل کېږي.

د ځوانانو د غبرګون بنسټ مشر عصمت مسلم وويل: "موږ داسې اسناد په لاس کې لرو، چې له مخې يې د کندوز په پوهنې رياست کې په ښکاره ډول بډې اخيستل کېږي."

هغه زياته کړه، د ياد ولايت د ښوونځيو مديريتونو او ښوونکو د بستونو غوښتونکي اړ دي، چې د استخدام او ګومارنې په بدل کې د پوهنې رياست چارواکو ته له څلوېښت زره تر سل زره افغانيو پورې بډې ورکړي.

بلخوا ياد ځوان د وګړو احوالو د ثبت اداره هم پر پراخه فساد تورنه کړه او ويې ويل، چې په ياده اداره کې د کار ترسره کولو په بدل کې په  ښکاره ډول پيسې اخيستل کېږي.

مسلم زياته کړه: "د تذکرې اخيستل د هر افغان حق دى، خو کوم کسان چې په اروپا کې دي، د اووه زره افغانيو او يا سل ډالره په بدل کې؛ په داسې حال کې چې پخپله نه وي؛ نه يې پلار معلومي وي، نه قوم، خو د پيسو په زور ورته تذکره اخيستل کېږي."

د دغه بنسټ چارواکو له دولتي مسوولينو وغوښتل، چې ژر تر ژره يادې ستونزې ته لاسرسى وکړي.

په دغه خبري ناسته کې يو شمېر هغو کسانو هم خبرې وکړې، چې د پوهنې رياست د چارواکو له لوري د ګومارنې په بدل کې د پيسو غوښتنه شوې وه.

فيض محمد هغه ځوان چې د کندوز د پوهنې رياست د پنځم بست لپاره يې ازموينه ورکړې، وويل چې د ياد ولايت د پوهنې چارواکو له هغه څخه د ګومارنې په بدل کې د سل زره افغانيو غوښتنه کړې ده.

فيض محمد زياته کړه: "زما د ګومارنې لپاره د پوهنې رياست د څارنې بورډ غړو؛ يوه له ما د سل زره افغانيو او بل د زر ډالره غوښتنه وکړه."

دغه راز يوه بل ځوان شېراغا چې د کندوز ولايت د پوهنې رياست د يوه بست لپاره يې ازموينه ورکړې ده، په دغه رياست کې له ستر اداري فساد يادونه وکړه او له حکومت چارواکو يې د عدالت غوښتنه وکړه.

شېراغا وويل: "د څارنې مديرت د پنځم بست لپاره مو يو فورم ډک کړ، زموږ په منځ کې څلور لسانسه او يو دولسم پاس و، دغه ١٢ پاس د پوهنې رياست له خپلوانو و، کله چې تحريري ازموينه واخيستل شوه؛ يوازې ١٢ پاس بريالى شوى و."

د يادې ناستې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم ولوستل شو، چې پکې ويل شوي چې د دغه ولايت په پوهنې رياست او د وګړو د احوال ثبت اداره کې پراخه فساد موجود دى او بايد مخنيوى يې وشي؛ له دې پرته به پر لاريون لاس پورې کړي.

بلخوا د کندوز د پوهنې رياست د ياد بنسټ ټول تورونه رد کړي او وايي چې په دغه رياست کې په روڼ ډول ګومارنې کېږي.

د کندوز د پوهنې رياست سرپرست رستم احمدي پژواک ته وويل، چې دغو ځوانانو د شخصي عقدو له مخې دا ډول څرګندونې کړې دي.

احمدي زياته کړه: "موږ د دوى ادعاوې ردوو او دوى يوه کوچنۍ و متعصبه ډله ده چې د کندوز د پوهنې رياست بدنامول غواړي او له موږ يې غيرقانوني غوښتنې درلودې چې فلان کس يې په فلاني ښوونځي کې وګوماري؛ دا مې چې ورته ونه کړل اوس دا خبرې کوي."

دغه راز د کندوز د وګړو د احوالو د ثبت امريت د تذکرو د وېش مسوول روح الله قريشي هم د دغه بنسټ ټولې ادعاوې بې بنسټه وبللې.

هغه پژواک ته وويل، چې تر اوسه پورې له پخوانيو اسنادو درلودو پرته چا ته تذکرې نه دي ورکړل شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement