ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د سپین بولدک له لارې درې نیم زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

سږ کال د سپین بولدک له لارې درې نیم زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

author avatar
13 Sep 2017 - 18:29
سږ کال د سپین بولدک له لارې درې نیم زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
author avatar
13 Sep 2017 - 18:29

کندهار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۶): چارواکي وايي، په روان کال کې له پاکستانه ۳۶۲۹ کډوالې کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه څرګندونې د بیا مېشتېدنې ولایتي کمېټې په غونډه کې وشوې چې د کندهار ولایت مقام د مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب په مشرۍ جوړه شوې وه.

په غونډه کې د IOM استازي اصف پتیالي، د کډوالو چارو رییس محمد عظیم نوابي او د اړوندو نورو دولتي ادارو او مرستندویه موسسو استازو هم ګډون کړی و.

د ای او ایم نړیوالې ادارې استازي اصف پتیالي وویل، په روان کال کې تر دې مهاله له پاکستان څخه ۳۶۲۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي چې د اړوندې ادارې له خوا له ۲۷۳۶ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو او نقدي مرستې شوي دي.

هغه زیاته کړه، له راستنېدونکو کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوي څو د بیا مېشتېدنې په برخه کې یې لاسنیوی وشي.

ده یادونه وکړه چې دغه مرستې هغو کډوالو کورنیو ته ورکول کېږي چې له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستنېږي.

ای او اېم اداره له هغو راستنېدونکو کډوالو سره مرستې کوي چې په پاکستان کې له راجسټرېشن څخه پاتې شوي او د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خو له راجسټر شوو کډوالو سره بیا د کډوالو نړیواله اداره UNHCR مرستې کوي.

د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب له مرستندویه ټولنو مننه وکړه چې له کډوالو سره مرسته کوي.

هغه غوښتنه وکړه چې مرستندویه ادارې دې له کډوالو سره د مرستې په برخه کې نورې هم همغږې شي، هغوی ته دې د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي او د روزګار په برخه کې دې ورسره مرسته وشي.

د کندهار د کډوالو چارو رییس محمد عظیم نوابي وویل، د دې لپاره چې د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه ستونزه هواره شي، د کډوالو د ښارګوټي اړوند لوازم چمتو شي.

نوموړي ومنله چې له راستنو شوو کډوالو سره يوازې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان مالي مرسته کړې او دولت ورسره هيڅ مرسته نه ده کړې.

دى وايي په پنجوايي ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ٢٤ سوه جريبه ځمکه ځانګړې شوې، چې اوس په کې د خدماتو چمتو کولو چارې روانې دي.

نوابي زياتوي، په دغه ښارګوټي کې به د پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا د اسانتياوو له برابرولو وروسته د ولايتي ادارې د مسوولينو په مشرۍ د يوه ځانګړي کمېسيون له خوا پر کډوالو د استوګنې نمرې ووېشل شي.

خو ده يادونه وکړه چې د بوديجې د نشتوالي له امله د دغه ښارګوټي خدماتي چارې ډېرې ورو روانې دي.

نوموړى دا هم وايي چې يوازې همدا يو ښارګوټى کډوالو ته بسنه نه کوي، بلکې شاوخوا د استوګنې ٢٠ زره نورو نمرو ته هم اړتيا ده چې په ژيړۍ، دامان او سپين بولدک کې ځمکې ورته ځانګړې شوې خو د خدماتو برابرولو چارې يې نه دي پيل شوي.

د کډوالو چارو رييس له اړوند وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د بوديجې ستونزه حل کړي او د اوسني ښارګوټي تر څنګ په نورو کې هم خدماتي چارې پيل کړي، څو پر ټولو کډوالو ځمکې ووېشل شي او په دې توګه هغوى خپل ژوند جوړ کړي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.