کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د پاکستان لومړي وزير پر ډيورنډ پوله له افغانستان سره په ګډه د پوځي ګزمو ترسره کولو وړانديز کړی دی.
د پاکستان نوي لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، هېواد يې چمتو دى چې پر ډيورنډ پوله ګډې امنيتي پوستې هم جوړې کړي.
د نوموړي په وينا، دوى په خپله ساحه کې د اغزن سیم لګولو لړۍ پيل کړې ده او که افغانستان هم په خپله ساحه کې دغه کار وکړي؛ نو دوى يې هرکلى کوي.
د پاکستان لومړي وزير د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په خاوره کې یې د ترهګرو خوندي ځالې شته دي.
د امريکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سيمې په اړه په خپله نوې تګلاره کې ويلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي مرکزونه اوس هم شته.
عباسي ويلي چې هېواد يې له امريکا سره له تېرو ٧٠ کلونو اړيکې لري او فکر نه کوي چې د افغانستان له امله به يې دا اړيکې خرابې شي.
د يو بل خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان سره په ليدنه کې د افغانستان پر موضوع خبرې کړې دي.
راپورونه وايي چې دواړو لورو د افغانستان شخړې پر سياسي حل لارې ټينګار کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن