تالقان (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د نا مسووله وسله والو قوماندانانو تر منځ جګړه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لس بجې د ملا پیرمقل او قوماندان جمال تر منځ په رستاق ښار کې نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې يو ملکي وګړى هم شامل دى.
د نوموړي په خبره، قوماندان جمال هم په دې نښته کې د ملا پیرمقل د وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د رستاق ښار یوه اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د رستاق په بازار کې ټولې هټۍ تړل شوې دي.
سمیع والله وايي چې ټول ښار نظامي بڼه لري، د پولیسو تر څنګ په لارو او کوڅو کې نا مسووله والې ډلې هم لیدل کېږي.
خو امنیتي چارواکي وايي چې د دې موضوع څېړلو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی استولى دى.
په ورته وخت کې بیا ملا پیرمقل پژواک ته وويل، ولسوالۍ ته په لار وو چې د جمال کسانو پرې د راکټ ډز کړى دى.
د هغه په وينا، د ده کسانو دفاعي ډزې کړې خو سره له دې هم په پېښه کې د ده يو ډريور او ساتونکى ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم ملا پيرمقل د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړي عين الدين رستاقي او ځينو نورو کسانو پر وژنه تورن دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن