ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جان باس: افغان شخړه په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو په له منځه وړو سره هوارېدای شي

جان باس: افغان شخړه په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو په له منځه وړو سره هوارېدای شي

author avatar
13 Sep 2017 - 15:47
جان باس: افغان شخړه په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو په له منځه وړو سره هوارېدای شي
author avatar
13 Sep 2017 - 15:47

واشنګټن (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): امريکا وايي، دوى نه غواړي چې له افغانستانه په بشپړ وتلو سره د دغه هېواد له ګواښونو او خطرونو سره مخ شي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د امريکا نوي ټاکل شوي سفير جان باس د دغه هېواد د  مشرانو جرګې يا سنا د بهرنيو اړيکو کمېسيون ته کړې دي.

هغه زياته کړې: ((موږ بايد  په افغانستان کې خپلې لاسته راوړنې او هڅې وساتلى شو او دا نه شو برداشتولى چې له افغانستانه له وتلو وروسته دغه هېواد له خطرونو سره مخ شي.))

د امريکا نوي سفير دغه راز ويلي، دوى نه شي کولى له اعلان شوو تګلارو څخه د خپلې خوښې پايلې ترلاسه کړي.

نوموړي د ولسمشر ټرمپ د تېرې مياشتې وينا ته په اشارې سره ويلي چې امريکا به هېڅکله د شته ننګونو پر وړاندې له مقابلې پر شا نه شي.

د باس په وينا، د خپل هېواد او ولس امنيت دوى ته تر ټولو مهم دى.

هغه زياته کړې: ((که چېرې د سنا له خوا مې د باور رايه ترلاسه کړه؛ نو د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ له خوا اعلان شوې تګلاره به تعقيبوم.))

د امريکا نوى سفير وايي، د افغانستان او سوېلي اسيا په اړه اعلان شوې نوې تګلاره له اوږودمهاله ننګونو سره مقابله کول دي.

نوموړي ويلي چې د نوې تګلارې له مخې، د افغانستان د اوږدې شخړې د هواري لپاره، په پاکستان کې د وسله والو طالبانو د خوندي ځالو له منځه وړل دي.

هغه زياتوي: ((د نوې تګلاره موخه دا ده چې په افغانستان کې اوږودمهاله سياسي حل لاره رامنځته شي، څو دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدله نه شي.))

 

باس طالبانو ته په خطاب کې وويل چې دوى هېڅکله په ډګر کې جګړه له امريکا نه شي ګټلى، دوى يواځې د خبرو اترو له لارې له سياسي بهير سره يو ځاى کېداى شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.