ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر امنیتي ځواکونه د شپږو وسله والو د نیولو ادعا کوي

د لوګر امنیتي ځواکونه د شپږو وسله والو د نیولو ادعا کوي

author avatar
13 Sep 2017 - 15:55
د لوګر امنیتي ځواکونه د شپږو وسله والو د نیولو ادعا کوي
author avatar
13 Sep 2017 - 15:55

پل علم (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې په محمد اغې ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور نيول شوي خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې نيول شوي کسان ملکي وګړي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د محمد اغې ولسوالۍ په ميرزاخېلو او کشم سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور نيول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې چې امنیتي ځواکونو درې کلاشينکوفونه، يوه تومانچه، يو موټرسايکل او يوه اندازه نور جګړه ييز توکي هم له وسله والو ترلاسه کړي دي.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ياده پېښه تاييد کړه.

هغه وويل چې دې ډلې په محمد اغې ولسوالۍ کې د حکومت ضد کړنې ترسره کولې او خلکو ته يې ستونزې جوړولې.

د محمد اغې ولسوالۍ د ميرزاخېلو اوسېدونکي کفايت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي خو يو شمېر ملکي کسان بيا امنيتي ځواکونو له ځان سره بيولي دي.

هغه زياته کړه: ((دا کوم کسان يې چې وړي دي، ډېر يې عام خلک دي له طالبانو سره کوم تړاو نه لري.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره ورځ د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله شپږ طالبان وژل شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.