هرات (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): احمد ولي مسعود د ملي يووالي حکومت مشران په افغانستان کې د بدو ټاکنو پر پلانولو تورن کړل او ویې ويل چې که چېرې راتلونکې ټاکنې په روڼتيا سره ترسره نه شي، هېواد به د بحران پر لور ولاړ شي.
د احمدشاه مسعود بنسټ او په برېتانيا کې د افغانستان پخواني سفير، نن په هرات کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د احتمالي ناورين د مخنيوي لپاره د ملي وفاق پر طرحه کار کوي.
نوموړي د هېواد له ټولو خلکو او سياسي رهبرانو وغوښتل چې د ملي وفاق د پروګرام په اډانه کې داخل شي، څو هېواد له يوه بل بحران سره مخ نه شي.
مسعود د ملي وفاق طرحې پر عملي کېدو ټينګار وکړ او ویې ويل چې دا طرحه د خلکو له رايې اخيستلو او سياسي ډلو د باور اخيستلو نه وروسته د هېواد د امنيتي، سياسي او اقتصادي ننګونو د حل په برخه کې هڅه کوي.
د مسعود بنسټ مشر اوسنى حکومت ناکاره وباله او ویې ويل: ((د اوسني حکومت کاري بهير هېڅ د افغانستان په ګټه نه دى، د هېواد سياستوال بايد د وفاق ملي طرح نه په استفادې سره ددغه حکومت د ځاى ناستي لټون وکړي.))
نوموړي وويل، تر هغه چې د هېواد سياستوال يو نه شي او اعتماد جوړونه رامنځته نه شي، د افغانستان اوسنۍ ستونزې به له منځه ولاړې نه شي.
مسعود افغانستان اوسنى حکومت شخص محور وباله او زياته يې کړه: ((سره له دې چې په تېرو ١٥ کلونو کې افغانستان ته ميلياردونه ډالر راغلل، خو د افغانستان ستونزې دوه چنده شوې دي.))
نوموړي وويل چې له اوسنيو ستونزو د افغانستان د وتلو يوازېنۍ لار د نظام بدلون دى چې په وينا يې، د هېواد سياستوال کولى شي چې ملي وفاق طرحې په اډانه کې د يو بل مشترکاتو ته په پام سره هوکړې ته ورسېږي او وروسته د نظام د بدلون وړانديز وکړي.
مسعود د دولت د وسله والو مخالفينو سره د سولي خبرو لپاره د عالي شورا پر کړنو هم نيوکه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن