ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مهلن خلک: پاچا خان ځدراڼ مو لسګونه جریبه ځمکه غصب کړې

د مهلن خلک: پاچا خان ځدراڼ مو لسګونه جریبه ځمکه غصب کړې

author avatar
13 Sep 2017 - 16:53
د مهلن خلک: پاچا خان ځدراڼ مو لسګونه جریبه ځمکه غصب کړې
author avatar
13 Sep 2017 - 16:53

ګردېز (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د ګردېز اړوند د مهلن سيمې لسګونو خلکو په يوه احتجاجي غونډه کې وويل چې په ولسي جرګه کې د پکتيا پخواني استازي پاچا خان ځدراڼ يې لسګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.

خو پاچا خان ځډران بيا دغه څرګندونې ردوي.

دوی د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او ويل یې چې ځدراڼ پرې د ځمکو خړوبولو اوبه هم بندې کړې دي چې له امله يې فصلونه له تندې سره مخ دي او زيان ور اوښتی دى.

د احتجاج کوونکو په استازيتوب قومي مخور حاجي مير قاسم د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاچا خان ځدراڼ په مهلن کې د دوی تر سل جريبه زياته ځمکه غصب کړې او سره له دې چې ولايت مقام، امنيه قومانداني او نورو ادارو ته يې مراجعه کړی، خو لا يې چا غږ نه دی اورېدلی.

نوموړی وايي: ((شاوخوا يو سل جريبه ځمکه يې رانه غصب کړې، اوبه یې راباندې بندې کړې، زور مو نه ورسره رسېږي او دلته مو څوک غږ نه اوري، ولې موږ د دې وطن نه يو؟))

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی حيات الله وايي چې د ځمکې د غصب مسئله يې له ډېره وخته بې حله پاتې ده او که حق يې ورنه کړل شي، نو لارې به بندې او په لاريونونو به لاس پورې کړي.

حيات الله وويل: ((دا زموږ د اووه پښته ځمکه ده، اوس يې رانه نيولې، پر زرو کورونو يې اوبه بندې کړې دي؛ شخصي زندانونه لري، خلک ګواښي او څوک خوا ته نه ور پرېږدي.))

خو د ولسي جرګې پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ بيا د خلکو تورونه ردوي او وايي چې ياده ځمکه يې پخوا له خلکو په پيسو اخيستې او د ده ملکيت دی.

ځدراڼ چې د وسله والو طالبانو کلک مخالف دی او څو ځلې يې پر کور بريدونه هم شوي، ياد خلک له وسله والو سره په لاس لرلو تورن کړل او ويې ويل چې وسله وال له دې لارې پر ده فشار راوستل غواړي.

دی وايي: ((دا زما ځمکه ده، مخکې مې په پيسو اخيستې، دوی او طالبان سره يو ځای شوي او غواړي دلته ستونزې جوړې کړي، هره ورځ زما په کلا جنګ وي.))

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې له يادو خلکو سره خبرې شوې او ژمنه ورکړل شوې چې دغه قضيه به دقيقه څېړل کېږي.

حسرت وايي: ((د مسئلې د حل لپاره هيئت ټاکل کېږي چې په سيمه کې ځمکه تصفيه کړي چې څومره او کومه ځمکه د چا او کوم لوري ده، څو ستونزه په اساسي ډول حل شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.