ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پکتيا خوست ته کډه شوې کورنۍ مرستې غواړي

له پکتيا خوست ته کډه شوې کورنۍ مرستې غواړي

author avatar
13 Sep 2017 - 11:26
له پکتيا خوست ته کډه شوې کورنۍ مرستې غواړي
author avatar
13 Sep 2017 - 11:26

خوست ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۶): د پکتيا له جاني خېلو د نا امنيو له امله خوست ولايت ته کډه شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې د لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی لوګرخانچې له خپلې کورنۍ سره څو اوونۍ مخکې خوست ښار ته راکډه شوی او په کرايي کور کې اوسېږي، وايي چې لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو ته جدي اړتيا لري.

لوګر خان د وږي په ۲۲مه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د پرله پسې جګړو له امله يواځې د ځانونو په را ايستلو بريالي شوي او ټول سامان يې په کور کې پاتې شوی دی.

ده زياته کړه: ((هلته د خلکو کورونو ته ډېر زيان ورسېد. موږ درې اوونۍ محاصره پاتې وو، يواځې مو دومره وکولای شول چې له يو جوړ جامو سره را ووځو.))

دوه مياشتې مخکې د جاني خېلو ولسوالۍ پر مرکز د ډله ييزو بريدونو له کبله دوه ځلې د طالبانو په لاس سقوط شو او دواړو غاړو يو او بل ته په کې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کولې.

پر دې سربېره د چارواکو او ځايي خلکو په وينا، سلګونه کورنۍ له دې امله د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړې شوې چې په جګړو کې ورته د سر زيان ونه رسېږي.

د جاني خېلو اوسېدونکی حکيم فيصل وايي چې له يادې ولسوالۍ څخه ډېری بې ځايه شوې کورنۍ د پکتيا مرکز ګردېز، څمکني ولسوالۍ او خوست ته کډه شوې دي.

نوموړي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال پر دولت او مرستندويه بنسټونو نيوکه وکړه چې له يادو بې ځايه شويو خلکو سره يې په خپل وخت لازمه مرسته نه ده کړې.

هغه وويل: ((بېړنۍ مرسته څه معنی لري؟ که په يوه نيمه مياشت کې چا ته مرسته ونه رسېږي، نو دې ته موږ بېړنۍ مرستې ويلی شو؟. زه د ټولو بې ځايه شوو په استازيتوب د خوست له چارواکو سخته ګيله لرم. لکه څنګه چې لازمه وه، هغسې مرسته يې له موږ سره نه ده کړې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.