ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې سوداګرو د وسله والو غلاوو له امله له ګمرک سره پرېکون وکړ

ننګرهار کې سوداګرو د وسله والو غلاوو له امله له ګمرک سره پرېکون وکړ

author avatar
13 Sep 2017 - 17:41
ننګرهار کې سوداګرو د وسله والو غلاوو له امله له ګمرک سره پرېکون وکړ
author avatar
13 Sep 2017 - 17:41

جلال اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۹۶): لسګونو سوداګرو په ننګرهار ولايت کې د وسله والو غلاوو د زياتوالي له امله د ګمرک له ادارې سره پرېکون اعلان کړ او ګواښ يې وکړ، تر هغو يې چې ستونزه نه وي حل شوې، کارونه به پيل نه کړي.

دوی وايي، يوازې په تېرو څو ورځو کې ترې د جلال اباد ښار په منځ کې مخ پټو وسله والو غلو لکونه افغانۍ وړې او هېچا يې پوښتنه نه ده کړې.

سوداګرو د ننګرهار ګمرک  د دواړو دروازو مخې ته لوی کانټېنرونه کېښودل او د دې ادارې دروازې يې وتړلې.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې د مشورتي بورډ رييس ډاکتر مخلص احمد وايي چې له مياشتو راهيسې د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار کې له هغو سوداګرو چې ګمرک ته د تحويلۍ په خاطر پيسې وړي، د وسله والو له لوري لوټېږي، تازه يې روانه اوونۍ هم درې سوداګر لوټلي دي.

دی وايي: ((د عيدګاه جومات او د ملي اردو لوا ترمنځ په قير سړک په رڼا ورځ روانه اوونۍ زموږ درې سوداګر وسله والو غلو ولوټل. يو څخه ١،٧ مليون افغانۍ، له بل څخه ۷ سوه زره افغانۍ او وروستۍ پېښه پرونۍ ده چې څلورنيم مليون او پنځوس زره افغانۍ دي.))

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې نا امني اوج ته رسېدلې، وېروونکی حالت يې خپل کړی، که چېرې يې غم ونه خوړل شي، ښايي له دغه ولايته سوداګر کډه کولو ته اړ او په خوندي ځايونو کې سوداګري پيل کړي.

مخلص وايي نن يې ځکه له ګمرک ادارې سره کاربنديز اعلان کړ، چې له دغې چارې پرته يې د غږ اورېدو بله وسيله نه درلوده: ((موږ څو وارې شکايتونه وکړل؛ خو چا مو غږ وانه ورېده؛ نو ځکه مو نن کاربنديز اعلان کړ.))

د سوداګرو ياد استازی وايي، څو مياشتې وړاندې ورسره ژمنه شوې وه چې ګمرکي تعرفې به ترې په بانکونو کې اخلي؛ خو تر اوسه دغه چاره نه ده پلې شوې.

حاجي توحيد ولي زاده چې پرون ترې مخ پټو وسله والو غلو څلورنيم ميليونه او پنځوس زره افغانۍ لوټلې، غوښتنه کوي چې بايد امنيتي ځواکونه غله پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

هغه وويل: ((د عيدګاه جومات مې د موټر مخې ته درې د تورو ښيښو موټرې چې نمبر پلېټونه يې هم په خټو لړلي وو، ودرېدې او مخ پټي وسله وال ترې راکښته شول پيسې يې رانه يووړې.))

د ننګرهار ګمرک د کمېشنکارانو اتحاديې مرستيال محمد انور ساپي پژواک ته وويل، په تېرو څو مياشتو کې ترې وسله والو غلو له ١٥ ميليونو افغانيو ډېرې پيسې وړې او تر اوسه یې پر وړاندې امنيتي ادارو هېڅ اقدام نه دی کړی.

خو د ننګرهار ګمرک رييس الهام الدين مظهر وايي، د دوی بانکي حساب فعال دی او اوس هم د ځينو لويو شرکتونو تعرفې د بانکونو له لارې محصولېږي او د ننګرهار سوداګرو په لوی لاس ځان ته دغه ستونزه جوړه کړې؛ ځکه خپلې ګمرکي تعرفې د بانکونو له لارې نه تحويلوي او ګمرک ته يې راوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.