ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې پولیسو درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
13 Sep 2017 - 13:56
author avatar
13 Sep 2017 - 13:56

فراه (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د ملي پوليسو له پوستې پر يو شخصي موټر ډزې شوې چې امله يې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د ادرسکن ولسوالۍ په "شابېد" سيمه کې د هرات- فراه پر لويه لار رامنځته شوې ده او تر بريد لاندې راغلى موټر له فراه نه هرات ته پر لاره و.

په دې ډزو کې وژل شوى کس (عبيدالله) د ياد "فېلډر" موټر چلوونکى و او د فراه د مرکز اړوند د "سنګ زور" کلي اوسېدونکى و.

د عبيدالله ورور حبيب الله، د دې څرګندونو تر څنګ د فراه په مرکز کې پژواک خبري اژانس ته وويل نه پوهېږي چې پوليسو ولې پر دې بې ګناه کسانو ډزې کړې دي.

هغه وايي چې د پوليسو په ډزو کې ټپي شوى سپين ږيرى او يوه ښځه چې هغوى هم د "سنګ زور" کلي اوسېدونکي دي، د درملنې لپاره د هرات ښار ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده هم تاييدوي چې په ډزو کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې تړاو د يادې پوستې درې پوليس نيول شوي او د موضوع په اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې (وږي) مياشتې په اتمه د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې هم پر مسافروړونکي موټر د پوليس سرتيري په ډزو کې شپږ تنه ټپيان شول.

دغه معلومات عيني شاهدانو پژواک ته ورکړي، خو امنيتي چارواکو ويلي وو چې هوايي ډزې شوې او څوک په کې ټپيان شوي نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.