لومړی تعقيب – کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۹۶): پوليس وايي، په کابل ښار کې کرکټ بورډ ته نږدې په ځانمرګي بريد کې د يوه پوليس په ګډون درې تنه وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون پنځه نور ټپيان شوي دي.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه پلي ځانمرګي بريدګر غوښتل کرکټ بورډ ته دننه شي او بريد وکړي.
خو هغه زياتوي، کله چې پوليس پر ياد کس شکمن کېږي او کرکټ بورډ ته د ننوتو اجازه نه ورکوي، نو ځان ته چادونه ورکوي.
د ده په وينا، دا مهال په کرکټ بورډ کې د شپږېزې سيالي روانې دي او د دې لوبو د خونديتوب لپاره پوليسو درې امنيتي کمربندونه جوړ کړي دي.
د دې چادونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن