ښرنه (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د څه باندې نهه ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيکا په مرکز کې د نجونو يو ښوونځی تر جوېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د وږي په ٢٢مه د اړوندې موضوع په اړه جوړ شوو مراسمو ته د مرکز ښرنې د عمبرخېلو ښوونځي ښوونکي محمد امين وويل چې دغه ښوونځي پخوا ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.
هغه وويل: ((کومه ورځ چې به باد او باران و، نو بيا شاګردان مکتب ته نه راتلل خو اوس ښه شو چې دغه ودانۍ يې جوړه شوه.))
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دغه ښوونځي د سويډن کمېټې له لوري ٩،٥ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.
د يوې زده کوونکي پلار شېرجان پژواک ته وويل چې د دغه ښوونځي د ودانۍ له جوړېدو سره به اوس د دوى اولادونه په سمه توګه زده کړې وکړي.
هغه زياته کړه: ((هم د امنيت له پلوه ښه شو او هم زموږ د بچيانو دا بهانه خلاصه شوه چې باران دى نه ځو.))
دغه راز په ياده غونډه کې د سويډن کمېټې د تخنيکي پروژو استازي دادمحمد وويل چې دغه ښوونځى شپږ درسي خونې، درې اداري خونې، پنځه تشنابونه او د احاطې دېوال لري چې په اساسي ډول جوړ شوي.
د هغه په وينا، د ښوونځي د جوړونې چارې کوم شرکت ته نه وې ورکړل شوې، د همدې کمېټې له خوا پر مخ وړل شوې دي.
د پکتيکا د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت اويا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن