ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوي

ننګرهار کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوي

author avatar
14 Sep 2017 - 18:34
ننګرهار کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوي
author avatar
14 Sep 2017 - 18:34

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۹۶): د ننګرهار د ښځو چارو ريیسه وایي، د روان کال په ترڅ کې ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د رسنيو له دفتر څخه، نن پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ښځو چارو ريیسې انیسې عمراني، دا څرګندونې نن د والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي په ځانګړې غونډه کې کړې دي.

هغې ويلي، د يادو ٧٢ پېښو له جملې چې زياتره يې کورنى تاوتريخوالى، وهل ټکول، طلاق، ميراث او ځورولو پېښې دي، ١٦ مېرمنې يې امن خونې ته استولې دي.

دې زياته کړې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو شمېر قضيې يې حل کړي او څو نورې یې تر کار لاندې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې هغه قضيې هم شاملې دي، چې له نورو ولايتونو دغه ولايت ته انتقال شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي کمېټې مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزو حل ترڅنګ د نجونو لپاره په بېلابېلو ادارو کې د کار کولو زمينه برابره کړي.

نوموړي د کار او ټولنيزو چارو ريیس ته په امن خونه کې ماشومانو ته روزنې لپاره د وړکتون جوړولو، عامې روغتيا ريیس ته په بند خونه کې د ښځينه روغتیاپالو د ګومارنې، امنیه قوماندانۍ ته د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالې قضیو کې د ښکېلو کسانو د نیولو او مسوولینو ته څو نورې سپارښتنې وکړې .

د عامې روغتيا ريیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وويل، چې دوی سره په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۷ پېښې ثبت شوي، چې د حل په برخه کې يې لازم اجرات تر سره کړي دي.

دا قضيې په پورته ٧٢ يادو شويو پېښو کې شاملې دي.

د دې ناستې په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې پر یو شمېر قضیو خبرې اترې وشوې، چې ځینې حل او په ځینو نورې یې لازمې پرېکړې وشوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.