ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان خلک د نا مسووله وسله والو ډېرېدو اندېښمن کړي

د جوزجان خلک د نا مسووله وسله والو ډېرېدو اندېښمن کړي

author avatar
14 Sep 2017 - 18:09
د جوزجان خلک د نا مسووله وسله والو ډېرېدو اندېښمن کړي
author avatar
14 Sep 2017 - 18:09

شبرغان (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د جوزجان يو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په دغه ولايت کې د نا مسووله والو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي چې نن يوه اندازه وسلې او مهمات د جوزجان امنيې قوماندانۍ له لوري د ډاياګ پروسې ته وسپارل شول.

امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني د وسلو سپارلو په مراسمو کې وويل چې نن يې ٢١ ميله بېلابېلې وسلې، لس لاسي بمونه، درې مخابرې او د راکټ سل مرمۍ چې په وروستيو څو مياشتو کې يې ترلاسه کړي وو، ډاياګ پروسې ته وسپارل.

هغه زياته کړه: ((دا وسلې له قاچاق وړونکو، جنايي مجرمينو او هغو کسانو چې د دولت وسله الو مخالفينو ته وسلې لېږدوي، د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د پوليسو له لوري کشف او نيول شوې وې.))

نوموړي وويل چې وسلې په ټولنيز امنيت کې مرسته کوي: ((هڅې مو روانې دي، هوډمن يو چې قانون په ټولنه کې پر ټولو يو ډول پلى کړو او د ناوړه پېښو مخنيوى وکړو.))

خو لا هم د شبرغان اوسېدونکي په ښار او کوڅو کې د نا مسووله کسانو له لوري د وسلو له ګرځولو شکايت کوي او وايي چې په ځينو لرو پرتو سيمو کې په ښکاره ډول د وسلو پېر او پلور کېږي، خو هېڅ کومه مرجع ترې پوښتنه نه کوي.

د شبرغان ښار يوه اوسېدونکي محمد رسول اخندزاده پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په بازار او شبرغان ښار کې له نا مسوولو کسانو سره وسلې او مهمات زيات شوي دي.

هغه وويل چې دغه وضعيت د بېلابېلو جنايي پېښو او ستونزو رامنځته کېدو سبب شوى او په ځينو حالاتو کې دولت هم د خلکو په وسله وال کولو کې ښکېل دى چې غوره بېلګې يې سيمه ييزو پوليسو ته د وسلو وېش دى چې ټولنيز نظم يې خراب کړى دى.

اخندزاده زياته کړه: ((ځينو کسانو په پوځي او ځيني هم په عادي جامو کې وسلې اخيستې، په بازار کې تګ راتګ کوي، هېڅ نه پېژندل کېږي چې کومه ډله پورې اړه لري او څوک دي.))

د محمد امان ميرزاده په نوم يوه سپين ږيري وويل چې نا قانونه وسله وال بايد پوه شي چې وروستى ځاى يې زندان دى، غوره به دا وي چې د خپل کار د عواقبو په اړه فکر وکړي او سمه لاره ونيسي.

هغه په ډاګه کړه: ((له اړوندو چارواکو غواړو چې د بې نظمۍ مخنيوى وکړي، خپل سرو وسله والو ته دې د ټولنې د نظم خرابولو او خلکو د ځورولو اجازه نه ورکوي.))

د جوزجان امنيه قوماندان ترکستاني د خلکو په همکارۍ د ټينګار تر څنګ وويل: ((که چېرې خلک راسره همکاري وکړي، د وسلو د پېراو پلور د ځايونو په تړاو اړين معلومات راکړي، ژر به يې لمن ټوله کړو.))

هغه وويل چې پوليسو ته به ګرانه وي چې د خلکو له همکارۍ پرته امنيت خوندي او د نا قانونه کړنو مخنيوى وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.