ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات هوايي ډګر قوماندان نيول شوى

د هرات هوايي ډګر قوماندان نيول شوى

author avatar
14 Sep 2017 - 10:33
د هرات هوايي ډګر قوماندان نيول شوى
author avatar
14 Sep 2017 - 10:33

هرات (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د هرات سيمه ييزو چارواکو ويلي چې د هرات هوايي ډګر قوماندان ډګروال عبدالحى د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمو د لوی رياست ځواکونو له لوري نيول شوى دى.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې  دا پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل چې د هرات هوايي ډګر قوماندان له نيول کېدو وروسته د ځواب ويلو لپاره مرکز ته لېږدول شوى او تر اوسه څرګنده نه ده چې په څه جرم نيول شوى دى.

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده هم د نوموړي د نيول کېدو پخلى وکړ او ویې ويل چې په دې اړه به نور جزئيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.