ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې يو صراف او شپون وژل شوي

فارياب کې يو صراف او شپون وژل شوي

author avatar
14 Sep 2017 - 17:15
فارياب کې يو صراف او شپون وژل شوي
author avatar
14 Sep 2017 - 17:15

ميمنه (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د فارياب ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې يو شمېر ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې يو صراف وژلى او د هغه پيسې یې له ځانه سره وړې دي، دغه راز په ياد ولايت کې يوه شپون بل شپون وژلى دى.

د فارياب د قيصار يو ولسوال رحمت الله قيصاري وايي چې ناپېژاندو وسله والو نن له غرمې مخکې یوه نیمه بجه د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په سل مترۍ کې ناپېژاندو وسله والو کسانو يو صراف وژلى دى.

هغه وويل: "ناپېژاند وسله وال د صراف دفتر ته داخل شوي، لومړى يې هغه وژلى او له هغه وروسته يې د هغه ټولې پیسې له ځان سره وړې دي."

د ويلو ده، چې د د قيصار ولسوالۍ لپاره دوه کسان ځانونه د ولسوالانو په توګه معرفي کوي.

د قيصار ولسوالۍ مرکز يوه هټۍ وال محمودخان هم له امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې  څرګندولو تر څنګ پر دولت نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې که دولت د دوى د مال او ځان ساتنه ونه کړي اړ دي چې خپل کورونه پرېږدي.

نوموړي په يوه ولسوالۍ کې د دوو ولسوالانو پر موجوديت هم نيوکه وکړه  او ويې ويل: "د قيصار ولسوالۍ دوه ناکاره ولسوالان لري او دواړه په زور په چوکۍ ناست دي، معلوم نه دي چې کوم يو يې قانوني دى، يوازې خپل شخصي فکر ورسره دى او خلکو ته هېڅ پاملرنه نه کوي."

بلخوا د فارياب سيمه ييز چارواکي وايي، د فارياب د قيصار ولسوالۍ په بيرکه سيمه کې پرون يو شپون خپل ملګرى وژلى دى.

د يادې ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه وايي: "د قدرت الله په نوم يو شپون د خپل ملګري له لوري چې ګلبدين نومېږي؛ وژل شوى او قاتل له سيمې تښتېدلى او تر اوسه يې د قتل انګېزه هم نه ده معلومه شوې."

د يادې سيمې يوه  قومي مشر عنايت الله بېګ هم دغه پېښه مني او وايي چې قاتل او مقتول دواړه سره ملګري وو، نن د قيصار بازار ته له راتلو وروسته کلي ته ستانه شوي، خو معلومه نه ده چې ياد قتل د څه له امله رامنځته شوى؛ ځکه د پېښې عامل له سيمې تښتېدلى دى.

د عامې روغتيا د عدلي طب مسوول ډاکتر سمير عنايت الله وايي چې د مقتول پر بدن يوه مرمۍ لګېدلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.