ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې يو سوداګر وژل شوی

په خوست ښار کې يو سوداګر وژل شوی

author avatar
14 Sep 2017 - 10:26
په خوست ښار کې يو سوداګر وژل شوی
author avatar
14 Sep 2017 - 10:26

خوست ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): په خوست کې یو سوداګر د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې وژل شوی دی.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال  فيض الله غيرت د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د خوست ښار اړوند د مردي خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، درې سوداګر چې له خپل کوره د خوست ښار ته پر لاره وو، د نامعلومو وسله والو له خوا پرې ډزې شوې او یو سوداګر په کې وژل شوی دی.

غيرت وايي چې بريدګر له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د احمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې يو ماشوم چې له یادو سوداګرو سره و، په ټپي حالت کې د بريدګرو له خوا تښتول شوى دى.

د هغه په ګومان، کېداى شي  وسله والو د دې سوداګرو د تښتولو هڅه کوله، خو په دغه کار کې پاتې راغلي.

تر اوسه د دغه  بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.