اسعداباد (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د داعش ډله ځپل شوې او مهم غړي یې وژل شوي دي.
د کونړامنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د داعش ډلې پر ضد د افغان او نړيوالو ځواکونو عمليات زيات شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې ځمکنيو او هوايي عملياتو کې تر اوسه د داعش ډلې ۶۴ مهی غړي وژل شوي او دا ډله ځپل شوې ده.
همت وايي چې داعش ډلې د کونړ ولایت په وټه پور، ماڼوګي، چپې درې ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې مرکزونه جوړ کړي وو چې له منځه وړل شوي دي.
امنيه قوماندان وويل، اوس داعش ډله نه شي کولای په یادو ولسوالیو کې په ښکاره جلب او جذب وکړي او د دولت پر وړاندې نور ورانکارې کړنې ترسره کړي.
همت زياتوي، له کله چې په کونړ کې د داعش ډلې د جلب او جذب او وسله وال فعالیتونه پیل کړي، د ایتلافي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو پنځه دېرش (۳۵) بریدونه کړي دي.
د هغه په وينا، اوس داعش د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره او د ناړۍ ولسوالۍ په باټاش سیمو کې سيار مرکزونه لري او زیاتوي چې د پلان له مخې به په یادو سیمو کې هم دغه مرکزونه له منځه یووړل شي.
همت وايي، دوی به د کونړ په ټولو ولسوالیو او سیمو کې د داعش ډلې مرکزونه له منځه یوسي او دې ته به يې پرې نه ږدي چې د کونړ امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن