تالقان (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د وسلو له ډېپو څخه د وسلو د غلا په تور څلور پوليس نيول شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، وړمه شپه د کلفګان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د بلوک د قوماندان له ډېپو څخه درې ميله کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ او يوه پيکا غلا شوي دي.
نوموړی وايي، د دغې پېښې په تړاو د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د بلوک قوماندان او درې هغه پوليس چې په هماغه شپه پهره وو، نيول شوي دي.
خو د کلفګان امنيه قوماندان عبدالستار وايي چې په دغه ډېپو کې د يادو وسلو تر څنګ مهمات هم غلا شوي، خو نوموړی يې د شمېر په اړه څه نه وايي.
د هغه په وينا، د همدې پېښې په تړاو له تالقانو څخه د امنيې قوماندانۍ له لوري يو پلاوی سيمې ته ورغلی چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن