قلعه نو (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د دولت وسله والو مخالفينو په بادغيس کې د پوليسو د يوې پوستې شپږ سرتېري يې وژلي او دوه نور يې له ځان سره بيولي دي.
دغه پوسته د قلعه نو= هرات پر لويه لاره د بادغيس د مرکز اړوند په لامان سيمه کې موقعيت لري.
په سيمه کې د پوليسو د يوې بلې پوستې يو تن افسر محمدقاسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د عامه ساتنې پوليسو پر يادې پوستې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې بريد وکړ.
هغه وويل چې وسله والو مخالفينو دغه پوسته ونيوه، شپږ پوليس يې ووژل او دوه نور يې له ځان سره بوتلل.
دى وايي چې امنيتي ځواکونو دغه پوسته نن سهار بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
د بادغيس د ولايتي شورا مرستيال محمدفريد اخي زي هم پر ياده پوسته بريد تاييد کړ او ويې ويل چې په دې بريد کې شپږ د عامه ساتنې پوليس وژل شوي او دوه نور وسله والو مخالفينو له ځان سره بېولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن