ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز ځيني اوسېدونکي د قول اردو له نوي جوړېدونکي دېوال سره مخالف دي

د ګردېز ځيني اوسېدونکي د قول اردو له نوي جوړېدونکي دېوال سره مخالف دي

author avatar
16 Sep 2017 - 17:14
د ګردېز ځيني اوسېدونکي د قول اردو له نوي جوړېدونکي دېوال سره مخالف دي
author avatar
16 Sep 2017 - 17:14

ګردېز (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د بنوزيو کمپ اوسېدونکي د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا د جوړېدونکي نوي امنيتي دېوال مخالفت کوي او وايي، دېوال جوړېدونکې سيمه د دوی د استوګنې ځای دی.

دوی د وږي په ٢٥مه، د لاريون پر مهال وويل چې په ياده سيمه کې له ځاځي اريوب ولسوالۍ او شاوخوا سيمو څخه راغلي کابو ۳۵۰ کورنۍ مېشتې دي او ياد دېوال د دوی سيمې او کلی بندوي.

لاريون کوونکي مني چې دوی پر دولتي ځمکه باندې مېشت دي، خو له دولت څخه ورته د بديل ځای ورکولو غوښتنه کوي.

د بنوزيو سيمې يو اوسېدونکى ګل درجان وايي، دوی له شاوخوا ديارلسو کلونو راهيسې په دې ځای کې مېشت دي او ادعا کوي چې په ياده سيمه کې د اوسېدو حق لري.

هغه زياته کړه: ((موږ د قول اردو له جوړېدو مخکې دلته راغلي يو، په دې اړه مو لس کاله مخکې له والي او قوماندان سره هم ډېرې دعوې وکړې؛ اوس بيا دېوال راچاپېرېږي او مجبور يو چې له دې ځايه لاړ شو.))

د دې کمپ يوه بل اوسېدونکي عبدالله د لاريون کوونکو په استازيتوب پژواک ته وويل، هغه ځمکه چې دوی په کې مېشت دي، د کرنې وزارت اړوند ده.

د ده په وينا، دوی په دې شرط له دې ځايه کډه کېږي، چې دولت ورته د مېشتېدو لپاره بل ځای او د کړې ابادي لګښت ورکړي.

نوموړي زياته کړه: ((دلته خلکو خټې کړې دي، کورونه يې جوړ کړي، دولت دې موږ ته بل ځای ځمکه او مصارف راکړي، دوی خو مو ايساروي، په دېوال کې خو ژوند نه کېږي.))

خو د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولين د يادو خلکو ادعا بې بنسټه بولي او وايي، د حساسې نظامي سيمې شاوخوا د خلکو اوسېدل د اصولو خلاف دي.

د يادې قول اردو نوی قوماندان تورنجنرال شعور ګل وايي، د دې قول اردو د تاسيس پر مهال يې هم دلته دنده درلوده او د هغه مهال له والي اسدالله وفا سره يې يو ځای ياد خلک په دې سيمه کې له مېشتېدو منع کړي و.

شعور ګل پژواک ته وويل، اوسمهال دوی ته د قول اردو د لا زياتو امنيتي تدابيرو پلان ورکړل شوی، چې له مخې يې بايد د ياد نظامي مرکز د پراخولو او امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره شاوخوا امنيتي کمربند او دېوال جوړ کړي.

دی وايي: ((دې خلکو ته موږ ويلي وو، چې قول اردو سره څنګ په څنګ د خلکو ژوند د امنيتي ملحوظاتو له امله ستونزمن دی او دلته دې ابادي نه کوي؛ بله دا چې په کوم ځای کې چې دوی اوسېږي، دا هم دولتي دی؛ اوس هماغه ورځ ده چې د قول اردو د امنيت امر راغلی؛ دوی بايد بل ځای ته چې ښاروالي او ولايت ورکړی، منتقل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.