ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل

عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل

author avatar
16 Sep 2017 - 18:51
عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل
author avatar
16 Sep 2017 - 18:51

مزارشريف (پژواک، ۲۵ وږی، ۹۶): د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل.

نوموړي، چې په مزارشريف ښار کې د شهيد اوونۍ په تړاو غونډې ته خبرې کولې دا هم وويل  چې سياستمدارن بايد تر خپل منځ د همغږۍ ژبه له منځه يوو نه سي.

همداراز په دغه غونډه کې د بلخ والي او د جميعت ګوند اجراييه رييس  عطاء محمد نور پر مرکزي ادارې د پخوا په څېر، خو په نرمه لهجه نيوکې وکړي؛ خو تر څنګ يې هر ډول مذاکراتو ته چمتوالی هم وښود.

بلخوا د اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رييس پخواني ځانګړي استازي ضيا مسعود پر ملي وحدت حکومت له ترهګرو سره د همکارۍ تور پورې کړ.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۲۵مه، د شهيد اوونۍ په تړاو غونډه وشوه.

په ياده غونډه کې د حکومت اجراييه رييس تر څنګ ډېری په حکومت کې شاملو حکومت ضد سياسي اشخاصو برخه لرله او ويناوې يې وکړې.

همداراز غونډه کې زيات شمېر د بلخ ولايت قومي مشرانو، د دولتي ادارو مامورينو او د ښوونځيو زده کوونکو ګډون کړی وو.

د حکومت اجراييه رييس عبدالله غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، د هر بل مشروع حکومت په څېر ملي وحدت حکومت هم ستونزې لري.

نوموړي زياته کړه، ډېری هغه خلک چې اوس د حکومت پر خلاف څرګندونې کوي، د همدوي په مرسته دغه حکومت رامنځ ته شوی.

خو دا چې ولې دا خلک د ملي وحدت حکومت پر خلاف خبرې کوي، دا يې بېل بحث وګاڼه.

 عبدالله وويل، هېڅکله حکومت د سياسي ايتلافونو پر وړاندې بنديز نه دی لګولی.

نوموړي د بېلګې په توګه  د حراست او ثبات شورا او په دې وروستيو کې د افغانستان ژغونې ايتلاف يادونه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.