مزارشريف (پژواک، ۲۵ وږی، ۹۶): د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سياسيون د يو بل پر وړاندې زغم کولو ته راوبلل.
نوموړي، چې په مزارشريف ښار کې د شهيد اوونۍ په تړاو غونډې ته خبرې کولې دا هم وويل چې سياستمدارن بايد تر خپل منځ د همغږۍ ژبه له منځه يوو نه سي.
همداراز په دغه غونډه کې د بلخ والي او د جميعت ګوند اجراييه رييس عطاء محمد نور پر مرکزي ادارې د پخوا په څېر، خو په نرمه لهجه نيوکې وکړي؛ خو تر څنګ يې هر ډول مذاکراتو ته چمتوالی هم وښود.
بلخوا د اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رييس پخواني ځانګړي استازي ضيا مسعود پر ملي وحدت حکومت له ترهګرو سره د همکارۍ تور پورې کړ.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۲۵مه، د شهيد اوونۍ په تړاو غونډه وشوه.
په ياده غونډه کې د حکومت اجراييه رييس تر څنګ ډېری په حکومت کې شاملو حکومت ضد سياسي اشخاصو برخه لرله او ويناوې يې وکړې.
همداراز غونډه کې زيات شمېر د بلخ ولايت قومي مشرانو، د دولتي ادارو مامورينو او د ښوونځيو زده کوونکو ګډون کړی وو.
د حکومت اجراييه رييس عبدالله غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، د هر بل مشروع حکومت په څېر ملي وحدت حکومت هم ستونزې لري.
نوموړي زياته کړه، ډېری هغه خلک چې اوس د حکومت پر خلاف څرګندونې کوي، د همدوي په مرسته دغه حکومت رامنځ ته شوی.
خو دا چې ولې دا خلک د ملي وحدت حکومت پر خلاف خبرې کوي، دا يې بېل بحث وګاڼه.
عبدالله وويل، هېڅکله حکومت د سياسي ايتلافونو پر وړاندې بنديز نه دی لګولی.
نوموړي د بېلګې په توګه د حراست او ثبات شورا او په دې وروستيو کې د افغانستان ژغونې ايتلاف يادونه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن