ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند سفیر د امریکا نوې ستراتیژي د همکاریو او دوه اړخیزو ګټو لپاره مهمه وبلله

د هند سفیر د امریکا نوې ستراتیژي د همکاریو او دوه اړخیزو ګټو لپاره مهمه وبلله

author avatar
17 Sep 2017 - 09:35
د هند سفیر د امریکا نوې ستراتیژي د همکاریو او دوه اړخیزو ګټو لپاره مهمه وبلله
author avatar
17 Sep 2017 - 09:35

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): په کابل کې د هندوستان سفير وايي چې د امريکا د نوې ستراتیژۍ له پلي کېدو سره به په سیمه کې د همکاریو او دوه اړخیزو ګټو نوی باب پرانيستل شي.

د ملي امنيت شورا له خوا د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون ناوخته په کابل کې د هندوستان له سفیر منپریت وهرا سره د دواړو هېوادونو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاريو پر دوام او پراختیا خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، منپریت وهرا په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د دوستانه اړیکو د دوام او بهبود په موخه دوه اړخیزې هڅې دوام لري، څو د ستراتیژیکو همکاریو بنسټونه پراخ او پیاوړي شي.

هغه هندوستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې د پرېکړو او پرمختګونو په اړه د ملي امنیت سلاکار ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل چې د دواړو هېوادونو له خوا ګومارل شوي استازي به د دغه سفر په ترڅ کې د پرېکړو او ژمنو د تطبیق له څرنګوالي نظارت او ملاتړ کوي.

د هندوستان سفير وهرا همدارنګه د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتيژي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره مهمه وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ستراتیژۍ له پلې کېدو سره به په سیمه کې د همکاریو او دوه اړخیزو ګټو نوی باب پرانيستل شي.

وهرا په خپلو خبرو کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په موخه فکري او نظریاتي یووالي رامنځته کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د هندوستان له سفیر سره په خبرو کې هند دوست او د افغانستان د خلکو لپاره د باور وړ ملګری وباله.

اتمر هندوستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر پر مهال د هند د سیاسي رهبرۍ له هرکلي د مننې تر څنګ ډاډ څرګند کړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکو تعهداتو د عملي کولو په موخه به افغان لوری خپلې هڅې چټکې کړي.

ملي امنیت سلاکار د هندوستان د امنیتي او سیاسي همکاریو پر ښه والي او دوام هم خبرې وکړې. نوموړي وویل چې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره د هندوستان نظامي همکاري خورا محسوسې او اغېزناکې دي.

د يادونې ده، تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ يوه پلاوي هندوستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له مشرانو سره پر سياسي او پوځي همکاريو خبرې کړې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.