د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهارى: تر راتلونکو پنځو مياشتو د ورښت امکان کم دی

کندهارى: تر راتلونکو پنځو مياشتو د ورښت امکان کم دی

Sep 17, 2017 - 12:15

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د هېواد وتلي ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې چې تر راتلونکو  نږدې پنځو مياشتو پورې د ورښتونو امکانات کم دي.

نوموړي د وږي په ٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د روان لمريز کال د تلې له مياشتې څخه د سلواغې مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې به ورښتونه کم وشي.

هغه له کروندګرو وغوښتل، په کومو سيمو کې چې د فصلونو لپاره اوبه نه لري، منی دې کښت نه کوي.

کندهاري وويل چې د سلواغې له ١٥مې وروسته به په هېواد کې د ورښتونو لړۍ پيل شي او تر څو مياشتو به دوام ولري او کروندګر به بيا د پسرلي د فصلونو ښه حاصلات ولري.  

ده زياته کړه: ((له مېزان څخه تر دلوې پورې کېداى شي يو سلنه باران وشي.))

د نوموړي په وينا، په کومو سيمو کې چې د تودوخې درجه له يو څخه تر پنځو پورې وي، هلته باران او چې له صفر څخه ټيټه وي، هلته بيا په دلوې مياشت کې د واورو د ورښت امکانات زيات دي.

دغه ستوري پېژندونکي له تېرو څو ورځو راهيسې له غرمې وروسته طوفان او بادونو ته په اشارې سره وويل چې دا د امريکا له طوفانونو او بارونونو څخه سرچينه اخلي.

د يادونې ده، له تېرې اوونۍ راهيسې د امريکا په يو شمېر ولايتونو کې د سختو طوفانونو او بارانونو له امله يو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ سلګونو زرو خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

عبدالله کندهاری وايي، دا چې افغانستان يو غرنى هېواد دى، نو د ډېرو بادونو مخه يې نيولې ده.

د هغه په وينا، دا بادونه به تر  راتلونکو دوو اونيو پورې دوام ولري او بيا به ودرېږي.

نوموړي له لمر ختو مخکې او د لمر له لوېدو وروسته د  اسمان په څنډو کې د را څرګندېدونکې ژېړې رڼا په اړه وويل چې دغه رڼا د استوا کرښې ته د لمر نږدې کېدو له امله ده.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې دغه رڼا ليدل کېږي چې د کابل ځينو ښاريانو ته يې اندېښنې هم پيدا کړې دي.

د کابل د خيرخانې مينې يوه اوسېدونکي سباوون پژواک اژانس ته وويل چې څو ورځې يې له ماښام څخه تر ماخوستن پورې دغه رڼا ليدلې ده.

هغه زياته کړه: ((زموږ ټوله کورنۍ په اندېښنه کې وه چې دا رڼا د څه لپاره پيدا شوې او څه پايلې به ولري.))

د کابل د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د خوشحال خان مېنې يو اوسېدونکى ادريس احمد هم ورته خبره کوي او وايي چې يوه ورځ خو دغه رڼا ډېره زياته شوه او دوى يې ووېرول چې خداى ناخواسته کومه پېښه رامنځته نه شي.

خو عبدالله کندهاری وايي، کله چې لمر د استوا کرښې ته نږدې شي، نو په اسمان کې دا ډول رڼا پيدا کېـږي.

هغه وايي، په اروپايي هېوادونو ناروې، سويډن او ډنمارک کې چې لمر د استوا کرښې ته نږدې وي، نو شپږ مياشتې هلته نه ورځ وي او نه شپه د ماښام په څېر رڼا وي.

کندهاري وويل چې د لمر حرکت د استوا کرښې ته نږدې شوى او دا به تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې همداسې وي.

د نوموړي په وينا، د روان لمريز کال په سرطان مياشت کې لمر د استوا کرښې په ٢٣ درجو کې څرخېده خو اوس ٣٤ درجو ته لوړه شوې ده. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement