ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کندوز کې تېره مياشت له ٢٢٠ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”

“کندوز کې تېره مياشت له ٢٢٠ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”

author avatar
17 Sep 2017 - 12:00
“کندوز کې تېره مياشت له ٢٢٠ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”
author avatar
17 Sep 2017 - 12:00

کندوز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تېره يوه مياشت کې د وسله والو طالبانو د کورنيو او بهرنيو قوماندانانو او وسله والو په ګډون ١٥٢ کسان وژل شوي او ٧٠ نور ټپيان شوي دي.

بريد جنرال نورالله قادري چې په دې وروستيو کې د هېواد د شمال- ختيځ زون د پامير د ٢٠ فرقې د قوماندان په توګه په دنده ګومارل شوى؛ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد د شمال ختيځ زون ولايتونو په ځانګړي ډول کندوز کې يو مياشتني عمليات ترسره شول چې په پايله کې يې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو مهمې اډې او يو شمېر موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.

قادري زياته کړه، د کندوز امنيتي وضعيت اوسمهال د قناعت وړ دى او په پام کې ده، چې د وسله والو تر حاکميت لاندې سيمو کې عمليات ترسره او يادې سيمې د دوى له شتون پاکې شي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، په درې نوو رامنځته شوو ولسواليو کې به هم ډېر ژر چاڼيز عمليات پيل شي.

د کندوز ولايت اوسېدونکي هم له اوسني امنيتي وضعيت خوښ دي، خو له حکومت غواړي، څو د ياد ولايت نورې سيمې هم له وسله والو مخالفينو پاکې کړي.

د کندوز يوه اوسېدونکي شفيق الله وويل: "په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت ښه شوى، خو بيا هم د کندوز ډېرې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي؛ له دولت غواړم چې يادې سيمې هم له طالبانو پاکې کړي."

خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد، طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي، خو وايي چې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او کورنه يې نړېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.