ايبک (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): په سمنګان کې د عامه ګټو د هغو ١٧ کرنيزو بنستیزو پروژو سره چې د اسيا پراختيايي بانک په ٦٨ ميليونه افغانيو مالي مرستې سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، د دغه ولايت د نږدې اتو زرو کورنيو د کښتونو د اوبو ستونزه حل شوه.
د سمنګانو ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مشر، انجنير عبدالرب حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې په سمنګان ولايت کې د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د بېړنيو حالاتو د پروګرام له خوا د خلکو په لس سلنې ونډې سره بشپړې شوې دي.
د دې سرچينې په وينا، په دغو پروژو کې د کرنيزو اوبو د ويالو د پنځو بندونو، د ٥٨٩ متره په اوږدوالي د ويالو ساتنې او ټينګښت د شپږو پروژو جوړېدل، د ٦٠٥ مترو په اوږدوالي سره د کرنيزو اوبو د ويالو د جوړونې او بيارغونې د څلورو پروژو جوړېدل او د کرنيزو ځمکو د دوو ترنابونو جوړېدل شامل دي چې د خرم باغ ولسوالۍ په ٩ کليو کې جوړې شوې دي.
په ورته وخت کې د دغه ولايت د خرم سارباغ ولسوال قاري عبادالله مجاهد وويل چې د تېرو کلونو د موسمي سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ د نهو کليو کرنيزو بندونو ويالې او بندونه تخريب شوي دي او بزګران د کرنيزو ځمکو په خړوبولو کې له ستونزو سره مخ وو.
نوموړي زياته کړه چې د دغو پروژو په تطبيق سره د ٥٨٠٠ جريبه کرنيزې ځمکې او باغونو د خړوبولو ستونزه حل شوې او نږدې اته زره کورنۍ به ګټه ترې پورته کړي.
د هغه په وينا، د دغو پروژو کار د تېرو ١٨ مياشتو په اوږدو کې د ولسي پراختيايي شوراګانو له خوا بشپړ او د ٣٨زره کسانو لپاره د يوې ورځې کاري موکه پيدا شوې وه.
له بلې خوا د دغو کليو اوسېدونکي هم د خپلو کرنيزو اوبو د ويالو له جوړېدو څخه خوښي څرګندوي.
د خرم سارباغ ولسوالۍ د خدريان کلي يو اوسېدونکى محمد ايوب په پاخه او اساسي ډول د ٣٠٥ متره اوږدې کرنيزې ويالې د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې اوس د دوى د کلي د کرنيزو اوبو ستونزه حل شوې ده.
په همدې حال کې د سمنګان د کليو او پراختيا رییس وويل چې اوسمهال په پنځو ولسواليو کې د بېخ بينايي شپږو پروژو کار دوام لري چې د دوو پلونو جوړېدل چې هر يو يې لس متره اوږدوالى لري او د٦٣٠ متره اوږد د ويالو حفاظتي دېوال او د يوه بند جوړېدل په کې شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن