ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د طالبانو يو نظامي مسوول له ١٤ ملګرو سره ووژل شو

جوزجان کې د طالبانو يو نظامي مسوول له ١٤ ملګرو سره ووژل شو

author avatar
18 Sep 2017 - 16:53
جوزجان کې د طالبانو يو نظامي مسوول له ١٤ ملګرو سره ووژل شو
author avatar
18 Sep 2017 - 16:53

شبرغان (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي چې د پنځو ولسواليو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر قاري نورالله له خپلو ١٤ ملګرو سره د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک ته د دغه ټکي څرګندولو تر څنګ وويل چې د امنيتي ځواکونو دغه عمليات اوسمهال د ځمکې او هوا له لارې په خانقا او اقچې ولسوالۍ کې روان دي.

هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې ٢٠ طالبان ژوبل شوي، يو موټر، يو هاموې او ٢٠ موټر سايکلونه يې د هوايي ځواک بريدونو کې وژل شوي دي.

سرچينې څرګنده کړه چې د قاري نورالله په نامه د شپږو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي، د امنيتي ځواکونو څخه هم يو کس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د اقچې يو شمېر اوسېدونکي هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتې تاييدوي، خو وايي چې د دواړو تر منځ د کليو او سيمو له نيولو او بايللو ستړي شوي دي.

د اقچې ولسوالۍ اوسېدنکي فيض محمد وويل چې په اقچې او ګاونډيو ولسواليو کې جګړې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړى او خلکو کلي او کورونه پرېيښي دي، نظم خراب شوى ، کار او غريبي په ټپه ولاړه ده.

په ورته وخت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مرستيال بريد جنرال عبدالديان انداربي وويل چې چاڼيز عمليات له وسله والو مخالفينو څخه  د اقچې، مرديان او خانقا ولسواليو تر بشپړ چاڼ پورې دوام ولري.

په ورته وخت کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه غږیز پيغام کې د پنځو ولسواليو (اقچې، مرديان، منګجک، خانقاه او فيض اباد) ولسواليو لپاره د نظامي کمېسيون د مشر قاري نورالله او همکارانو وژنه رد کړې ده.

هغه وايي:((دا مسايل تشه ادعا ده، په پرونۍ جګړه کې طالبانو او وسايلو ته يې زيان نه دى رسېدلى، زه يې ردوم.))

په دې پيغام کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

دا عمليات له جمعې راهيسې د خانقا او اقچې ولسوالۍ اړوند سيمو کې روان دي چې تر اوسه پورې په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.