ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي: د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پروژې پلې کوو

د اروزګان والي: د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پروژې پلې کوو

author avatar
18 Sep 2017 - 16:25
د اروزګان والي: د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پروژې پلې کوو
author avatar
18 Sep 2017 - 16:25

ترينکوټ (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د اروزګان والي وايي، غواړي د سيمې له خلکو سره تر خبرو وروسته د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د بيارغونې پروژې پلې کړي.

والي محمد نذير خروټي د وږي په ٢٧مه د ولايت په اداري غونډه کې وويل، د نا امنيو له امله له تېرې څه مودې راهيسې په يادو سيمو کې پروژې نه دي عملي شوې.

هغه زياته کړه، که چېرې د دولت وسله وال مخالفين د پروژو پلې کولو ته اجازه ورکړي، دوی به يو طرزالعمل جوړ کړي او له هغوی سره به يې لاسليک کړي، څو يې پر بنسټ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

ده وويل، د ياد طرزالعمل له مخې به طالبان له پروژو څخه د دوی د څارنې ټېم ته اجازه ورکوي او تر څنګ به يې عام خلک هم له دې پروژو څخه ګټه واخلي.

د والي په وينا، د وسله والو طالبانو يو شمېر سيمه ييزو مشرانو د دوى دې پرېکړې ته زړه ښه کړى، خو ولايتي اداره به په دې اړه تړون د سيمې له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره لاسليک کړي.

خو د ولايتي ادارې يو شمېر رييسان د دې پرېکړې ملاتړ او ځيني نور يې بيا مخالف دي.

د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجنير شمس الرحمن پژواک ته وويل، دا ښه اقدام دى او بايد دغه کار ژر تر ژره ترسره شي.

د هغه په خبره، د همدې امنيتي ستونزو له امله د دوى رياست نه شي کولى په دغو سيمو کې خپلې پروژې عملي کړي.

نوموړي زياته کړه، دا مهال د دغه رياست د ١٨٢ ميليونه افغانیو په ارزښت ۱۳ لويې او وړې پروژې د ناامنيو له امله ولاړې دي.

د هغه په وينا، که چېرې دا پروژې عملي نه شي، نو وزارت به يې بېرته ترې واخلي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس زلمى الکو هم وايي، که چېرې د دولت او په سيمه کې له شته قومي مشرانو، مخورو او وسله والو مخالفینو سره د پروژو د پلي کولو تړون لاسليک شي، نو د دغه ریاست ګڼې نيمکاره پروژې به بشپړې شي.

خو د دغه ولايت د کډوالو چارو امر عبدالقهار دوست او د ولايت مقام مالي او اداري رييس عبدالجليل اچکزی بيا وېره لري چې طالبان به د دغو پروژو د پلي کولو ټول امکانات خپله اخلي او د جګړې ليکې به پياوړې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.