ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ۲۰۰زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کېږي

د هېواد ۲۰۰زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کېږي

author avatar
18 Sep 2017 - 16:39
د هېواد ۲۰۰زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کېږي
author avatar
18 Sep 2017 - 16:39

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو لس زره  متريک ټنه اصلاح شوى تخم چې د تخمونو له توليدوونکې ټولنې يې په شپږ ميليونه ډالرو پېرلی، د هېواد په کچه پر دوه سوه زره بزګرانو وېشي.

د دغو غنمو د پېرلو تړون نن کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير او د يادې ټولنې د مشر عبدالقادر سادات له خوا لاسليک شو.

د کرنې وزير وويل چې ياد شپږ ميليون امريکايي ډالر د دغه وزارت له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.

هغه وويل چې دغه اصلاح شوی تخم به د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې پر ٢٠٠زره بزګرانو ووېشل شي.

د کرنې وزارت د غله جاتو رياست مشر محمد اکبر وزير پژواک ته وويل چې دغه وزارت ولسمشر ته وړانديز کړى چې دغه تخمونه په ٤٠ سلنه سب سايدۍ بزګرانو ته ورکړي، خو تر اوسه يې ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د کرنې وزير وايي چې لس زره متريک ټنه تخم ۴۰۰زره جريبه ځمکه کې کرل کېږي.

هغه وايي چې د دغه اصلاح شوي تخم په کرلو سره به د غنمو د توليد په کچه کې تر ٣٠ سلنه ډېروالى راشي.

ضمير وايي: "په تېرو ديارلسو کلونو په کې دا لومړي ځل دی چې د تخمونو د پېرلو تړون پر خپل وخت ترسره کېږي او انشاءالله دغه تخمونه به د غنمو د کښت په موخه پر خپل وخت بزګرو ته ورکړل شي."

افغانستان کې د غنمو د مني کښت په مېزان میاشت کې کېږي.

د افغانستان د کرنيزو تخمونو د توليدوونکې ټولنې مشر عبدالقادر سادات وويل چې دغه ټولنه تېر کال جوړه شوې او د کرنيزو تخمونو ۱۳۰ شرکتونه يې غړيتوب لري.

هغه وايي چې دغه شرکتونه له شاوخوا يوې نيمې لسيزې د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې فعاليت لري.

په ولسي جرګه د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح په نننۍ ناسته کې دکرنې له وزارت نه وغوښتل چې دغه تخم په لرو پرتو سيمو کې اړو کسانو ته ورسوي؛ ځکه چې د ده په وينا، تجربو ښودلې چې دا ډول مرستې تر ډېره په لرو پرتو سيمو کې اړو کسانو ته نه رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.