ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې هم دوه بند ښوونځي پرانیستل شول

په کندهار ښار کې هم دوه بند ښوونځي پرانیستل شول

author avatar
18 Sep 2017 - 17:36
په کندهار ښار کې هم دوه بند ښوونځي پرانیستل شول
author avatar
18 Sep 2017 - 17:36

کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د بندو ښوونځيو د بیا پرانیستلو په لړ کې نن په کندهار ښار کې هم دوه ښوونځي پرانیستل شول.

دغه دوه ښوونځي د کندهار ښار له هغو ۱۲ ښوونځیو څخه دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د تشکیل او ودانیو د نشتوالي له امله تړل شوي و.

مخکې ویل کېدل چې یواځې د کندهار په ولسوالیو کې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله لسګونه ښوونځي تړلي دي، خو د ولسوالیو تر څنګ په کندهار ښار کې هم د بېلابېلو ستونزو له امله تر ۱۰ ډېر ښوونځي تړلي دي.

د یادو شوو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په لړ کې، نن د کندهار ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د حاجي عبیدالله او میان کوه په نومونو بند ښوونځي بیا پرانیستل شول.

د دغو ښوونځيو د پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې ریاست چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون پژواک خبري اژانس ته وویل، دا هغه دوه ښوونځي دي چې د تشکیل او ودانیو د نشتوالي له امله له څو کلونو راهیسې تړلي وو.

هغه زیاته کړه، نوي پرانیستل شوي ښوونځي اوس هم تشکیل او ودانۍ نه لري، خو د سیمې اوسېدونکو خپل شخصي کورونه د دوی په واک کې ورکړي او ښوونکي به د حق الزحمې په بڼه په کې په دندو وګومارل شي.

د ده په خبره، تر هغه چې د دغو ښوونځیو لپاره ځمکه مومي او وزارت د ودانیو د جوړولو لپاره بودیجه ورکوي، په همدې کورونو کې به فعالیت کوي.

پیوستون د خلکو له همکارۍ مننه وکړه، خو په عین حال کې یې له هغوی وغوښتل چې اولادونه د زده کړې لپاره دغو ښوونځیو ته واستوي.

نوموړي یادونه وکړه چې په کندهار ښار کې ۱۰ نور ښوونځي هم د تشکیل د کمښت او د ودانیو د نشتوالي له امله تړلي چې دوی یې په روان تعلیمي کال کې د پرانیستلو هوډ کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي د ښوونځیو په بیا پرانیستل کېدو خوښ دي او د پوهنې له ریاست څخه د مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو غوښتنه کوي.

د میان کوه سیمې یوه اوسېدونکي حاجي نجیب الله پژواک اژانس ته وویل، د دوی د سیمې دغه دوه ښوونځي له تېرو څو کلونو راهیسې بند وو چې له امله یې ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې وو او ډېرو کورنیو بیا خپل ماشومان د زده کړې لپاره د ښار نورو ښوونځیو ته لېږل چې ډېر لرې وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.