ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پشتونکوټ کې ١١ کسان له دولت سره يو ځاى شول

په پشتونکوټ کې ١١ کسان له دولت سره يو ځاى شول

author avatar
19 Sep 2017 - 20:36
په پشتونکوټ کې ١١ کسان له دولت سره يو ځاى شول
author avatar
19 Sep 2017 - 20:36

ميمنه (پژواک ٢٨ وږى ٩٦): د فارياب مسوولين وايي، د دې ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو هغه يو قومندان چې طالبانو ته تسليم شوى و، نن له خپلو لسو کسانو سره بېرته له دولت سره يوځاى شو.

د پشتونکوټ ولسوال عبدالرحيم اوزبېک اوغلي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د محب الله په نوم دغه قومندان دوه ورځې وړاندې له خپلو کسانو سره د ولسوالۍ د تحت زغن او نيازبېک سيمو له سقوط وروسته، مجبوره شوى و چې له طالبانو سره يوځاى شي.

خو ده زياته کړه، نوموړى نن ماښام له فرصت څخه په استفادې له خپلو لسو کسانو سره بېرته له دولت سره يوځاى شو.

د فارياب د ولسي پاڅون کوونکو مشر محمد نعيم د محب الله يوځاى کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې نوموړى اوسمهال له دوى سره په جبهه کې دى.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.