ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: امنيتي ځواکونه دې د ديني مرکزونو د امنيت خونديتوب ته جدي پام وکړي

دانش: امنيتي ځواکونه دې د ديني مرکزونو د امنيت خونديتوب ته جدي پام وکړي

author avatar
19 Sep 2017 - 20:22
دانش: امنيتي ځواکونه دې د ديني مرکزونو د امنيت خونديتوب ته جدي پام وکړي
author avatar
19 Sep 2017 - 20:22

کابل (پژواک،٢٨وږى٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال وايي، په دې وروستيو کې په امنيت شورا کې د ديني مرکزونو د امنيت خونديتوب پاليسي تصويب شوې ده او دغه پاليسي د هېواد په کچه په يو يا دوو نورو کلونو کې عملي کېږي.

په هغې غونډه کې چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ ترسره شوه، د اهل تشيع د ديني مرکزونو د خونديتوب لپاره د حکومت د پاليسۍ عملي کېدل او د تکيه خانو او جوماتونو د امنيتي تدابير د وروستي وضعيت په کې و ارزول شو.

په دې غونډه کې چې د محرم مياشتې او عاشورا لسيزې د را رسېدو په درشل کې ترسره شوه، د کورنيو چارو، کډوالو، ټرانسپورټ وزيرانو، د وسله وال پوځ لوى درستيز، د کورنيو چارو وزارت ستر مرستيال، د کابل امنيې او ګارنيزيون قوماندانانو او د جوماتونو او تکيه خانو د امنيتي کميسيون غړو ګډون درلود.

د ولسمشر مرستيال په دغو مراسمو کې د ديني مرکزونو د امنيت پاليسۍ د ځانګړنو په اړه چې په دې وروستيو کې د  ملي امنيت شورا له خوا تصويب شوې ده، معلومات وکړل او ويې ويل چې د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت په خونديتوب کې له امنيتي ارګانونو سره د خلکو د ملګرتيا او ګډون لومړنۍ ځانګړنه داده چې که بريالتوب په صورت کې پر دولت د خلکو د باور د پياوړتيا او امنيت په ټينګښت کې پر يوې مثبتې بېلګې بدلېږي.

هغه زياته کړه، د دغې پاليسۍ  په تصويب او عملي کېدو سره د خلکو د امنيت په خونديتوب او په ټول کې د جوماتونو، تکيه خانو او ديني او مذهبي مراسمو او ځايونو د امنيت په خونديتوب کې د امنيتي ارګانونو په ځانګړې توګه کورنيو چارو وزارت او پوليسو دنده نه کمېږي.

دانش وويل، د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت د خونديتوب پاليسي يواځې د محرم لسيزې او عاشورا ورځې ته نه ده بېله شوې؛ بلکې دغه پاليسي د يو يا دوو کلونو لپاره د ټول هېواد په کچه عملي کېږي او  هغو کسانو ته د وسلې، معاش او تجهيزاتو ورکول چې د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت خونديتوب لپاره ګومارل کېږي، د حکومت پر غاړه دي.

د ولسمشر مرستيال د عاشورا ورځې د لمانځنې د مراسمو ترسره کېدو د څرنګوالي په  اړه هم وويل چې د محرم د لسيزې د لمانځنې مجلسونه بايد داسې مديريت شي چې د بې نظمۍ، سخت دريځۍ او بې ځايه احساساتو مخه ونيول شي او هم د اسلامي مذهبونو د پيروانو ترمنځ د يووالي او ټيکاو سره مرسته وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې امنيتي ارګانونه په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت د ټولو ديني مرکزونو په ځانګړې توګه هغو ديني مرکزونو امنيت خونديتوب ته جدي پاملرنه کړې چې له ګواښ سره مخ دي او له خلک دې هم له پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو سره هېڅ ډول ملګرتيا نه سپموي.

دانش زياته کړه، هغو امنيتي شرايطو او ناوړه پېښو ته په پام سره چې په دې وروستيو کې رامنځ ته شوې، خلک بايد د کسانو د ګومارلو او د امنيتي حوزو له لارې د ديني مرکزونو د امنيت پر خونديتوب بسنه ونه کړي؛ بلکې خپله او په ځانګړې توګه د اړوندو سيمو ځوانان دې هم د امنيت په ټينګښت کې برخه واخلي.

د دانش په وينا، د وسله وال پوځ د اعلى سر قوماندانۍ په وروستۍ غونډه کې ده ته ويل شوي چې د ديني مرکزونو د امنيت د خونديتوب پاليسي عملي کېدل او امنيتي تدابير دې په دقت سره وارزوي او د دغه پاليسۍ د عملي کېدو بهير دې رهبري کړي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويس برمک هم وويل چې محرم د لسيزې د لمانځنې مراسمو، جوماتونو او تکيه خانو د امنيت په موخه د کورنيو چارو وزارت ستر مرستيال او لوى درستيز تر نظر لاندې ګډ امنيتي تدابير نيول شوي دي او امنيتي ځواکونه به د مراسمو له پېلېدو مخکې په اړوندو ځايونو کې ځاى پرځاى شي.

هغه وويل: "د سلګونو هغو کسانو روزنه چې د کورنيو چارو وزارت له لارې په دغه پروګرام کې جذب شوي دي، د بشپړېدو په حال کې ده او جذب شوو کسانو ته عملا د تنخوا، اړتيا وړ تحکيماتو او وسلو د وېشلو اقدام کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.