کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): اجرائيه رييس وايي، په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات او هم د افسرانو د تقاعد نوې طرحه د یوه ځانګړي طرزالعمل له لوري پلې کېږي، چې د ملي اردو په ګټه دي.
نوموړي دغه خبرې نن د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون له غړو سره په کتنه کې کړې دي.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرائيه ريیس په دې کتنه کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ او په ملي دفاع وزارت کې د افسرانو د تقاعد په نوې طرحې خبرې وکړې.
نوموړي د امريکا نوې ستراتېژۍ ته په اشارې هیله وښوده چې د دې ستراتېژۍ په پلي کولو سره به امنیتي وضعیت مثبت بدلون ومومي.
عبدالله په ملي دفاع وزارت کې اصلاحاتو او هم د افسرانو د تقاعد نوې طرحې په اړه د خلکو اندېښنې پر ځای وبللې او په ټولنیزو شبکو کې د تقاعد کېدونکو مامورینو خیالي شمېرې یې رد کړې.
د خبرپاڼې په حواله، د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړو د ملي دفاع وزارت له مرستیال او پېژنوال څخه د نوې طرحې په اړه پوښتنې وکړې او د هغوی له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.
د ملي دفاع وزارت چارواکو وویل، چې نوي او ځوان افسران به د قانون له مخې د خپلې ارتقا پروسه طی کوي او په یوځل نه شي کولی څوک لوړ منصب ته ورسېږي؛ خو زیاته یې کړه، چې دغه طرحه د ملي دفاع وزارت د تشکیلاتي توارم د له منځه وړلو لپاره رامنځته شوې ده.
د ولسي جرګې ځينو غړو درې ورځې مخکې (د وږي ٢٥مه) هم ويلي وو چې د افسرانو او جنرالانو د تقاعد طرحې په عملي کېدو سره چې تر کار لاندې ده، د وسله وال پوځ کابو ٦٥زره کسان به تقاعد ته برابر شي.
خو د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري له جزئياتو پرته ويلي، چې يوه کمېټه جوړه شوې څو په امنيتي سکتور کې په ځانګړې توګه د افسرانو د ذاتي چارو د قانون د اصلاح پر طرحې کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن