ميمنه (پژواک ٢٨ وږى ٩٦): د فارياب ځايي چارواکو د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له خوا د دوو ماشومانو په ګډون د ٣ تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د قيصار ولسوالۍ د امنيې قوماندان نظام الدين قيصار په وينا، دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا ٤:٠٠ بجې د ياد شوې ولسوالۍ په جورليق سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
امنيې قوماندان وويل چې وسله وال کسان د قيصار د ولسوال رحمت الله اړوند دي.
نوموړي زياته کړه، وژل شوي کسان يو پلار، يوه څلور کلنه لور او يو اوه کلن زوى دي.
د ده په وينا، وژل شوي کسان او يو ټپي کس د رحمت الله قيصاري د قوماندانانو د ظلم او زور زياتي له امله جورليق کلي ته کډه شوي وو.
خو د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري له پژواک سره په خبرو کې دغه موضوع رد کړه او زياته يې کړه چې دغه کسان د امنيې قوماندان د پوليسو له خوا وژل شوي دي.
د دغې امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ څلور ملي پوليس له طالبانو سره يوځاى شول، نن د ملا انور په نوم د هغوى يو خپلوان غوښتل چې د دغو پوليسو ماشومان د طالبانو سيمې ته يوسي؛ خو امنيې قوماندانۍ له طالبانو سره د څلورو پوليسو د يوځاى کېدو له امله د هغوى د کورنيو غړي په ډزو وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن