ښرنه (پژواک، ٢٨ وږى ٩٦): د پکتيکا په ځینو ولسواليو کې ٤٠ ښوونځي تړل شوي او زرګونه زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې پاتې دي.
د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي مهربان پښتون د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې د نا معلومو دلايلو له مخې ښوونځي تړل شوي دي.
هغه وايي: ((د ماشومانو د مکتب وخت چې شي خو يا رمې بيايي، يا لرګي وهي او يا هم کوم بل کار کوي؛ ځکه چې مکتبونه نشته دي.))
ده وويل چې د دې ولسوالۍ تر څنګ په خوشامند، برمل، ګيان او زېړوک ولسواليو کې هم ډېرى ښوونځي تړل شوي دي.
هغه د يادو ښوونځيو په تړل کېدو کې د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواکي پړه بولي او وايي: ((توجه ورته نه کوي، خود به يې مکتبونه تړلي وي.))
دغه راز د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي دادمحمد هم وويل، هر کال د پوهنې رياست چارواکي ژمنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې به تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيزي خو تر اوسه پر دغه کار نه دي توانيدلي.
هغه زياته کړه: ((دلته د محمد ولي په نوم يو مکتب دى، معلمان يې هوايي معاش اخلي او شاګردانو ته هم هوايي اسنادونه ورکوي، نه معلم مکتب ته ورځي او نه هم شاګرد، د دواړو ساعت ښه تېر دى.))
د دادمحمد د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې ښوونځي د نا امنۍ له امله نه، بلکې د ځينو کسانو د شخصي ګټو لپاره تړل شوي دي.
خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
دغه شان د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي لطف الله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يواځې په نوم ښوونځي شتون لري.
هغه وايي: ((دلته مکتبونه شته دي، معلمانو ته معاش ورکول کېږي خو شاګردان مکتب ته ځکه نه ورځي چې د دې ولسوالۍ ډېرى ماشومان له پولې هاخوا په پاکستاني مکتبونو کې درس وايي.))
يادو کسانو ويل چې د دې ښوونځيو د تړل کېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي، نو حکومتي چارواکي بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي هم ياده ستونزه تاييدوي او وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ له امله شاوخوا ٤٠ ښوونځي تړل شوي دي.
د پکتيکا د پوهنې رياست مرستيال عبدالرحيم اسحاقزي پژواک ته وويل چې د يادو ښوونځيو د تړل کېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، يواځې په برمل او خوشامند ولسواليو کې ٣١ ښوونځي تړل شوي دي.
خو هغه زياته کړه چې ګڼ شمېر قومي مشرانو د پوهنې له رياست سره ژمنه کړې چې د روان کال په اوږدو کې به د تړل شوو ښوونځيو د خلاصون لپاره اړينې هلې ځلې کوي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په ټول هېواد کې شاوخوا ٧٠٠ ښوونځي د نا امنۍ او نورو دلايلو له امله تړل شوي چې له دې شمېرې څخه ډېرى په هلمند ولايت کې دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن