ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ مدني فعالان: له سياسي سولې، ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا ده

د بلخ مدني فعالان: له سياسي سولې، ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا ده

author avatar
20 Sep 2017 - 18:03
د بلخ مدني فعالان: له سياسي سولې، ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا ده
author avatar
20 Sep 2017 - 18:03

مزارشريف (پژواک، ۲۹ وږی، ۹۶) : د بلخ ولايت مدني فعالان وايي، افغان ټولنه له سياسي سولې وړاندې ټولنيزې سولې ته ډېره اړتيا لري.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۲۹مه، د بلخ مديوتيک په بلنه د سولې په تړاو هنري او فرهنګي پروګرام جوړ شوی و.

د دغه پروګرام ګډونوالو مدني فعالانو ټينګار کاوه چې خلک، مدني ټولنې او رسنۍ بايد اجتماعي سولې ته کار وکړي.

د خط نو څېړنيز مرکز مسوول قادر مصباح د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان ټولنه له سياسي سولې وړاندې اجتماعي سولې ته اړتيا لري.

نوموړي د ټولنيزې سولې په تړاو وويل: ((اجتماعي سوله له کورنيو پيل ده، همداسې د زده کړو لارې چارې، د يو بل منل او درک کول هغه څه دي چې موږ په ټولنه کې يو بل سره ګډ ژوند کولو ته هڅوي.))

د هغه په وينا، له ټولو وړاندې د خلکو، مدني ټولنو او رسنيو دنده ده چې په ټولنه کې د اجتماعي سولې لپاره کار وکړي.

مصباح وويل، سياسي سوله د افغان ټولنې دويم ضرورت دی، چې په دې برخه کې حکومتونه هڅه کوي او مسووليت يې دی.

خو يو شمېر مدني فعالان بيا د سياسي سولې په اړه هم هيله من وو.

د بلخ ميديوتيک کارکوونکي او مدني فعال شفېع رحيمي پژواک ته وويل، داسې انګېري چې وسله وال طالبان بايد له دې وروسته د سولې په اړه فکر  وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه، داسې بستر برابر کړای شوی چې وسله وال طالبان په کې جګړې ته نه ووايي او له شته ديموکراسۍ او ټاکنو له لارې خپلو هدفونو ته ځان ورسوي.

خو مدني فعاله نصيبه رونق وايي، افغان ځوانان بايد له هر ډول حالت څخه د ځان جوړونې په برخه کې کار واخلي.

نوموړې پژواک ته وويل، دا مني چې که مطلق سوله نه شي راتلى، خو په افغان ټولنه کې څوک د نسبي سولې له شتون څخه هم سترګې نه شي پټولی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.