ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ته د وارداتي برېښنا ازمایښتي لېږد پیل شو

غزني ته د وارداتي برېښنا ازمایښتي لېږد پیل شو

author avatar
20 Sep 2017 - 15:45
غزني ته د وارداتي برېښنا ازمایښتي لېږد پیل شو
author avatar
20 Sep 2017 - 15:45

غزني ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): غزني ولايت ته د لومړي ځل لپاره وارداتي برېښنا په ازمايښتي ډول د لنډې مودې لپاره ورکړل شوه.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړي ځل لپاره د غزني سب سټېشن ته وارداتي برېښنا د دې لپاره ورکړل شوه څو دلته نصب شوي تخنيکي وسايل پرې و ازمايي.

نوموړي وويل چې د غزني ولایت د سب سټېشن جوړولو تخنیکي چارې بشپړې شوي او د دغه سب سټېشن د حلقوي سړک او ځینو برخو ساختماني چارې په چټکۍ سره روانې دي.

غزني ولايت ته له ترکمنستان هېواد څخه وارداتي برېښنا ورکړل شوې او په پام کې ده چې د دغه ولايت په قره باغ او مقر ولسواليو کې هم دوه نور سب سټېشنونه جوړ شي.

د نوري په وينا، ټاکل شوې ده چې شاوخوا ٣٠ مېګاواټه وارداتي برېښنا غزني ولايت ته ورکړل شي.

ده وويل چې له دې برېښنا څخه به په لومړي سر کې ٣٠زره کورنيو ته برېښنا ورکړل شي خو وروسته به نورو سيمو ته هم د برېښنا مزي وغځول شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له کابل ښار څخه غزني ته د وارداتي برېښنا د پايو نصبولو چارې هم بشپړې شوې دي.

د نوري په خبره، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به غزني ته د وارداتي برېښنا د انتقال ټولې چارې بشپړې شي.

بل لور ته د غزني اوسېدونکي هم دغه ولايت ته د وارداتي برېښنا له رسېدو ډېر خوښ دي.

د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله مرجانخېل پژواک ته وويل چې غزني ته د وارداتي برېښنا په ورتګ سره به ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

هغه زياته کړه: ((موږ د برق راتګ ته ډېر خوشحاله يو؛ ځکه دلته اوس يوه فابريکه هم نشته، که برق راشي نو فابريکې به جوړې شي او خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.))

دغه راز په غزني کې ملي سوداګر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې د برېښنا د نه شتون له امله يې په کابل او هرات کې فابريکې جوړې کړې دي.

ده وويل: ((کله چې غزني ته برق راشي نو زه دلته فابريکې جوړوم څو د غزني وزګار ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.))

د غزني د برېښنا رياست د معلوماتو مخې، دا مهال د غزني ٢٧ سلنه اوسېدونکي دولتي برېښنا ته لاسرسى لري چې د هر کيلوواټ بيه يې ٣٠ افغانۍ ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.